ساموس کمپ کې نن سبا تر ۶۸۰۰ ډېر مهاجر ژوند کوي. کرېډېټ: کډوال نیوز
ساموس کمپ کې نن سبا تر ۶۸۰۰ ډېر مهاجر ژوند کوي. کرېډېټ: کډوال نیوز

نن سبا د یونان په ساموس ټاپو کې د کډوالو یو نوی کمپ د جوړېدو په حال کې دی، خو د سیمې اوسېدونکي وایي چې د دغه کمپ د پرانیستلو مخالف دي. دوی وایي چې ټول مهاجر باید له ساموس ټاپو څخه ووځي.

د ساموس ټاپو اوسېدونکو د کډوالو نوی کمپ د پرانیستلو پر وړاندې غبرګون ښودلی. که څه هم په سلګونو کانتینرونه دغه کمپ ته راوړل شوي، خو د ساموس اوسېدونکي وایي چې کډوال باید له دغه ټاپو څخه ووځي.

د ساموس یو اوسېدونکي نیکوس فیتوجینانیس ویلي: «موږ د دغه کمپ د جوړېدو مفکورې سره مخالف یو. نه غواړو چې ساموس او نور ټاپوګان د خلکو پر ډیپوګانو بدل شي.»

دغه نوی کمپ د ۱۲۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

تېره نومبر میاشت د کیریاکوس میتسوتاکیس حکومت اعلان کړی و چې ۲۰۲۰ کې به ټاپوګانو کې اوسني کمپونه وتړي او په عوض به یې «تړلي کمپونه» جوړ کړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: یونان: لېسبوس، ساموس او خیوس ټاپوګانو کې به د مهاجرو کمپونه پر تړلو مرکزونو بدل شي

اټکل کېږي چې ساموس ټاپو کې به د کډوالو تړلی کمپ د جوړلو کار ډېر ژر پای ته ورسېږي. خو د ساموس اوسېدونکي وایي چې «نور دلته ځای نشته». د ۶۲ کلن نیکوس فیتوجینانیس په خبره «کډوال دې له ټاپوګانو څخه ووځي.»

ساموس کمپ د ۶۸۰ کسانو ظرفیت لري، خو ۶۸۰۰ کسان پکې اوسېږي

د ساموس ټاپو د میتلیني ښار اوسېدونکی جیانیس هاتزیکالیس وایي: «دغه کسان [یونان ته] راغلي چې همدلته پاتې شي... موږ غواړو چې دوی له ساموس څخه ووځي او نورو هیوادونو ته لاړ شي.»

د ساموس په څېر د یونان د لېسبوس او خیوس ټاپوګانو کې هم د کډوالو شمېر ډېر دی. په تېرو څو اونیو کې د یادو ټاپوګانو اوسېدونکو د نویو کمپونو د جوړېدو پر وړاندې مظاهرې کړې او غبرګونونه یې ښودلي دي.

د ساموس اوسنی کمپ چې واتي بندر ته نږدې جوړ شوی یوازې د ۶۸۰ کسانو ظرفیت لري، خو اوس ۶۸۰۰ کسان پکې اوسېږي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې ښځې او ماشومان د دغه کمپ د اوسېدونکو نیمایې برخه جوړوي.

په کال ۲۰۱۹ کې یونان ته د رسېدونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغی. نن سبا نږدې ۳۸۰۰۰ پناه غوښتونکي د یونان په ټاپوګانو کې مېشت دي.

په تېرو څو میاشتو کې تر ۱۰۰۰۰ ډېر کډوال له ټاپوګانو څخه مرکزي یونان ته انتقال شوي، خو هره ورځ ګڼ شمېر کسان له ترکیې څخه ځانونه یوناني ټاپوګانو ته رسوي.

 

نورې ليکنې