د فنلنډ د کورنیو چارو وزارت د شبنې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د قبرس، یونان، ایټالیا او مالتا هیوادونو د کډوالو له پنډغالو څخه ۱۷۵ تنه پناه غوښتونکو ته پناه ورکوي.
په اعلامیه کې راغلي چې د پناه اخیستونکو له ډلې د افغانستان او سوریې وګړو په ځانګړې ډول ښځې، ماشومان او کورنیو ته د پناه په ورکولو کې لومړیتوب ورکوي.
په یاده اعلامیه کې د فنلنډ د کورنیو چارو وزیرې ماریا اویزالو له قوله راغلي چې هیواد يي د اروپايي هیوادونو د یوه سرحدي هیواد په توګه اروپا کې د کډوالۍ کړکیچ اوږدمهاله حل لارې ته ژمن دی.
د فنلنډ د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه هیواد په ۲۰۱۹ کال کې ټولټال شاوخوا ۲۵۰۰ تنه کډوالو ته پناه ورکړې او همدارنګه د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۸۹ افغانانو ته پناه ورکړل شوې.