د ۲۰۱۰ د نوامبر ۱۳مه: د پاکستانۍ اسیه بي بي لوڼې د خپلې مور له عکس سره. کرېډېټ: رویترز، ادریس لطیف
د ۲۰۱۰ د نوامبر ۱۳مه: د پاکستانۍ اسیه بي بي لوڼې د خپلې مور له عکس سره. کرېډېټ: رویترز، ادریس لطیف

د فرانسوي رسنیو په حواله پاکستانۍ اسیه بي بي هیله ښودلې چې فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي. نوموړې په کال ۲۰۱۰ کې اسلام ته د سپکاوي له امله په مرګ محکومه شوې وه، خو اته کاله وروسته یې له محکمې څخه برائت ترلاسه کړ او کاناډا ته لاړه. اټکل کېږي چې راتلونکې جمعه د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له اسیه بي بي سره وګوري.

پاکستانۍ اسیه بي بي تېره ورځ د فبرورۍ په ۲۴مه فرانسوۍ راډیو آر تي ال ته وویل «هیله» یې دا ده چې په فرانسه کې ژوند وکړي. نوموړې چې عیسوۍ ده په کال ۲۰۱۰ کې اسلام ته د سپکاوي په خاطر په مرګ محکومه شوې وه، خو اته کاله وروسته یې د پاکستان له یوې محکمې څخه برائت ترلاسه کړ.

که څه هم اسیه بي بي د برائت حکم له ترلاسه کولو وروسته کاناډا ته لاړه، خو هغه اوس وایي چې غواړي په فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي.

د فرانسوۍ ورځپاڼې لو پوان په حواله اسیه بي بي د «بالاخره ازاده!» په نامه د خپل کتاب د معرفي کولو لپاره فرانسې ته راغلې ده. دغه کتاب د اسیه بي بي د سترګو لیدلی حال بیانوي او د فرانسوۍ خبریالې ان – ایزابل تولې په مرسته لیکل شوی دی.

دا کتاب تېره جنورۍ په فرانسه کې خپور شوی او اټکل کېږي چې انګلیسي ژباړه یې په راتلونکې سپټمبر میاشت کې خپره شي.

په همدې حال کې د فرانسې الیزې ماڼۍ ویلي چې د دغه هیواد ولسمشر امانویل مکرون به د جمعې په ورځ له اسیه بي بي سره ګوري. سرچینې زیاته کړې چې فرانسه چمتو ده اسیه بي بي او کورنۍ ته یې دغه هیواد کې پناه ورکړي.

دغه راز اسیه بي بي د سه شنبې په ورځ د پاریس ښاروالې ان هیدالګو څخه د پاریس ښار افتخاری ډېپلوم ترلاسه کوي کوم چې په کال ۲۰۱۴ کې هغې ته ورکړل شوی و.

اسیه بي بي ۵۰ کلنه ده او پاکستان کې یې د کرنې په برخه کې کار کاوه. نوموړې په کال ۲۰۱۰ کې له هغې وروسته په مرګ محکومه شوه چې د نوموړې او د هغې د مسلمانو کلیوالو ترمنځ د اوبو پر سر شخړه جوړه شوه.

اسیه بي بي اته کاله د پاکستان په زندانونو کې تېر کړي، خو په کال ۲۰۱۸ کې یې برائت ترلاسه کړ. هغه د ۲۰۱۹ له مې میاشتې راهیسې په کاناډا کې ژوند کوي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: اروپا کې مقدساتو ته د سپکاوي په اړه معلومات

پاکستان کې اسلام ته سپکاوی یوه پیچلې موضوع ده او په ځینو حالاتو کې د یو شخص پر وړاندې تورونه د هغه د مرګ لامل ګرځېدلی شي. عیسویان پاکستان کې د نفوسو ۲ سلنه جوړوي او په اکثرو وختونو کې هغوی ته په ښه سترګه نه کتل کېږي.

 

نورې ليکنې