د ۲۰۲۰ د فبرورۍ ۲۵مه: لېسبوس ټاپو کې خلکو د  کډوالو جوړېدونکی کمپ لاره تړلې. کرېډېت: رویترز، الیاس مارکو
د ۲۰۲۰ د فبرورۍ ۲۵مه: لېسبوس ټاپو کې خلکو د کډوالو جوړېدونکی کمپ لاره تړلې. کرېډېت: رویترز، الیاس مارکو

یوناني سرچینې وایي چې تېره ورځ د دغه هیواد د بلوا ضد سرتېري د یونان لېسبوس او خیوس ټاپوګانو ته استول شوي دي. یادو ټاپوګانو کې د کډوالو نویو کمپونو د جوړېدو پر سر بحثونه روان دي. تر دې دمخه د ټاپوګانو اوسېدونکو د کمپونو د پرانیستلو پر وړاندې مخالفت ښودلی و.

د فرانسې خبري اژانس د یونان د پولیسو یوې سرچینې له قوله وایي، چې تېره ورځ یوناني پولیسو د ساختماني ماشینونو او د امنیتي پرسونل د لارې د پرانیستلو لپاره پر معترضو اوسېدونکو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی.

یادو ټاپوګانو کې تېره ورځ په سلګونو کسان راټول شوي وو او د کډوالو نویو کمپونو پر وړاندې یې مظاهرې کولې.

په همدې حال کې د یونان حکومت ویاند ستلیوس پېتساس یونانی ټلویزیون اوپن تي وي ته ویلي چې ماشینونه او پرسونل د کمپ سیمې ته رسېدلي دي. نوموړې زیاته کړې چې «ځایي اوسېدونکي باید پوه شي چې د یادو کمپونو جوړول د یونان او د ټولنې په ګته دي.»

ټلویزیون کې خپره شوې یوه ویډیو ښيي چې د خیوس ټاپو په مېستا سیمه کې ځینې مظاهره کوونکې پر سرتېرو د ډبرو ګوزارونه کوي.

دوی همداشان خپل موټرونه د کمپ د لارې پر سر درولي وو.

له ځایي چارواکو سره تر ناکامو خبرو وروسته د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس تېره یکشنبه وویل چې د مخالفتونو سره سره حکومت د کمپونو جوړولو کار ته ادامه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: «[د کمپونو د جوړولو] کار په عاجله توګه پیلېږي او پای ته رسېږي.»

خو په همدې حال کې د سیریزا کېڼ اړخې ګوند د یونان حکومت په غیر ډموکراتیک چلند تورنوي.

د سیریزا ګوند ویاند الکسېس چاریتسیس ویلي: «موږ نه پرېږدو چې ښاغلی میتسوتاکیس او حکومت یې ټاپوګان د جګړو په ډګر بدل کړي.»

نن سبا د یونان په لېسبوس، ساموس، خیوس، لېروس او کس ټاپوګانو کې نږدې ۳۸۰۰۰ مهاجر اوسېږي. دا په داسې حال کې یاد ټاپوګان یوازې د ۶۲۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

 

نورې ليکنې