ایران څخه راستنیدونکي کډوال د هرات ولایت انصار کمپ کې د روغتیايي آزموینې پر مهال.  ۲۴ فبروري ۲۰۲۰. تصویر: پدرام قاضي زاده
ایران څخه راستنیدونکي کډوال د هرات ولایت انصار کمپ کې د روغتیايي آزموینې پر مهال. ۲۴ فبروري ۲۰۲۰. تصویر: پدرام قاضي زاده

افغانستان ته د کرونا ویروس د انتقال په اړه اندیښنې وروسته له هغه ډیرې شوې چې د دغه هیواد په ګاونډ ایران کې یاد ویروس د څو تنو ژوند واخیست.

له دې سره بیا افغان حکومت په موقت ډول له ایران سره خپلې پولې و تړلې او له ایران څخه يي د کډوالو د اخراج د درولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د تیرې یکشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې افغانستان دې له ایران سره پوله وتړي. د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي: « افغانستان د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د لنډ مهال لپاره له ایران سره هر ډول هوايي او ځمکني تګ راتګ بند کړ.».

د چارواکو په خبره اوس دغه پوله بیرته په نسبي ډول پرانیستل شوې.

د ایران په پلازمینه تهران کې د کډوالو چارو مسول سید ابراهیم حجازي نن سه شنبه د پولې د تړل کیدو په تړاو مهاجر نیوز ته وویل د مسافرو عاجلو اړتیاوو ته په پام سره دوې ته پر پوله د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي.

هرات او نیمروز د افغانستان په لویدیځ کې هغه دوه ولایتونه دي چې له ایران سره ګډه پوله لري او هره ورځ زرګونه کسان له دغو پولو له لارې دواړو هیوادونو ته تګ راتګ کوي.

پدرام قاضي زاده یو تن سیمه ایز خبریال چې هرات ولایت اسلام قلعه پولې ته تللی مهاجر نیوز ته خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:« تیره ورځ وروسته له هغه پوله خلاصه شوه چې د پولې پورې غاړې ته ګڼ شمیر کډوال د انتظار په حال کې و، نن هم په نسبي ډول دغه لاره خلاصه ده. هغه کډوال چې د افغانستان خاورې ته دننه کیږي د هرات په ختیځه سیمه کې د انصار کمپ ته انتقالیږي، هلته روغتیايي ټیمونه ځای پر ځای شوي او تر مراقبت لاندې ساتل کیږي. له ۱۵ ورځو وروسته له دې ځایه خپلو اصلي سیمو ته لیږدول کیږي.»

همدارنګه له ایران سره پر پوله د نیمروز د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس سلیم قاضي خیل بیا وايي د کورنا ویروس د انتقال د مخنیوي په موخه له دریو ورځو راهیسې له ایران سره د دغه ولایت د میلک پوله تړل شوې .

سلیم قاضي خیل وايي: « د وقایوي تدابیرو په موخه د روغتیا نړیوال سازمان او روغتیا وزارت په مرسته له ایران سره پولې ته څیرمه د کرونا ویروس د تشخیص او قرنطین لپاره ۲۰ بستریز مرکز جوړ شوی. اوسمهال هغه خلک چې له ترانزیټي اموالو او موټرو سره یوځای افغانستان ته د ننه کیږي په دغه مرکز کې يی آزموینه ترسره کیږي.»

 د کډوالو اخراج

د چارواکو په خبره هره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ تنه کډوال یوازې د نیمروز ولایت له لارې ایران څخه په زوره ایستل کیږي خو د کرونا ویروس له اندیښنو وروسته افغان حکومت له ایرانه غوشتنه کړې چې د کډوالو د ایستلو دغه لړۍ دې ودروي.

د ایران په پلازمینه تهران کې د کډوالو چارو مسول وايی له ایراني چارواکو يي غوښتنه کړې تر څو د افغان کډوالو له نیولو او اخراجولو ډ ډه وکړي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ایران کې شاوخوا ۲،۴ میلیونه اسناد لرونکي او بې اسناده افغان کډوال میشت دي چې اوسمهال د دوې ترمنځ د کرونا ویروس ویره خپره کړې.

د ایران په پلازمینه تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال په یوه ویډیويي پیغام کې د یاد ویروس د وقایوي تدابیرو په موخه پر افغان کډوالو غږ کړی چې ځینو عامه ځایونو او غیر ضروري غونډو ته له ورتګه ډډه وکړئ. عبدالغفور لیوال په ایران کې له میشتو افغان کډوالو غواړي چې د ویروس له علایمو لکه، تبه، ټوخی، د ستونې او ځان درد په څرګندیدو سره اړوندو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

 

نورې ليکنې