سي واچ ۳ کښتۍ کې د سپرو کډوالو انځور. کرېډېت: سي واچ سازمان
سي واچ ۳ کښتۍ کې د سپرو کډوالو انځور. کرېډېت: سي واچ سازمان

سي واچ ۳ کښتۍ وایي چې د ایټالیا په مسینا بندر کې له مدیترانې څخه د ژغورل شویو کډوالو د کوزولو اجازه ترلاسه کړې ده. یاده کښتۍ کې ټولټال ۱۹۴ کسان سپاره دي.

المانی سازمان سي واچ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تېره ورځ ژغورونکې کښتۍ سي واچ ۳ د ایټالیا په مسینا بندر کې د مهاجرو د ښکته کولو اجازه ترلاسه کړې ده.

یاد سازمان زیاته کړې چې سي واچ ۳ اوس د مسینا بندر په لور روانه ده.

سي واچ ۳ تېره دوشنبه شپه په مدیترانه کې ۷۳ کسان ژغورلي وو چې په دوو بېړیو کې سپاره ول. دغه راز تېره یکشنبه مرکزي مدیترانه کې د دوو بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۷۴ تنه نور مهاجر د دغې کښتۍ له خوا ژغورل شوي ول.


 

نورې ليکنې