مدیترانې سمندر. انځور: آرشیف/ DW
مدیترانې سمندر. انځور: آرشیف/ DW

د الارم فون ټیلفوني بنسټ لخوا له چارواکو د مرستې له غوښتنی وروسته د فبرورۍ په ۹مه د مدیترانې سمندر په یوه کښتۍ کې سپاره ۹۱ تنه کډوال لادرکه شول. د کډوالۍ نړیوال سازمان د اټکل له مخې ۱۳۳۶۷ تنه کډوال په ۲۰۱۴ کال کې د مدیترانې په اوبو کې لادرکه شوي.

د فبرورۍ په ۹ مه الارم فون بنسټ چې له مدیترانې څخه تیریدونکو کډوالو سره ټیلفوني مرسته کوي یوه بیړنۍ ټیلفوني اړیکه ترلاسه کوي چې د لیبیا ګارابولي سیمې په سواحلو کې د ۹۱  سوډاني او لیبیايی کډوالو کښتۍ د ډوبیدو له خطر سره مخامخ ده، په کښتۍ کې سپاره کډوال په دې هڅه کې ول چې د مدیترانې له لارې د لیبیا له سواحلو ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي. کښتۍ کې ویره خپره شوه، اوبه کښتۍ ته د ننه شوه او ګڼ شمیر د ډوبیدو له خطر سر مخامخ شول.

د الارم فون یو غړی وايي:« له دغه خبرتیا وروسته له اړوندو سمندري ځواکونو څخه د مسافرو د ژغورنې په موخه د مرستې غوښتنه وکړه خو د ډاډ وړ ځواب نه ترلاسه نشو. د ایتا ماري بشردوستانه بیړۍ هم د پیښې له ځایه لرې و. یو ساعت وروسته د مسافرو له کښتۍ سره ټیلفوني اړیکه پرې شوه. دوې به هیڅکله هم بیرته و نه ګرځي. مونږ نه پوهیږو چې پر دغو مسافرو څه پیښ شوي.»

ایا د لیبیا سمندري ځواکونو چې د کډوالو د ژغورلو دنده لري د دوې د ژغورنې هڅه کړې؟  موریس سټیر په دې باور دی چې هیڅ داسې هڅه نه ده شوې،هغه پوره باور لري چې کښتۍ ډوبه شوې.

د اوبو پر سر د مسافرو د لمبلو او ژغورنې واسکټونه

د کډوالۍ نړیوال سازمان کې د «ورکو شویو کډوالو» د پروژې مسول مارتا شانچز هم باور لري چې د لیبیا د سمندري ځواکونو له لورې د کډوالو د ژغورلو هڅه نه ده شوې، هغه وايي دغو ځواکونو د فبرورۍ په ۱۰ مه  ۸۱ نور کډوال له یوې بلې سیمې و ژغورل. د یاد سازمان یو تن کارپوه وايي ښايي دغه کډوال لیبیا سواحلو کې خپلو سیمو ته بیرته ګرځیدلي وي، خو ډیر باور پر دې دی چې بیړۍ ډوبه شوې.

الارم فون ادارې د فبرورۍ په ۲۰ مه پر اړوندو مسولینو غږ کړی چې د دغې بشري ناورین په اړه ځواب ووايي.

 له ۱۳ زرو څخه د ډیرو کډوالو نادرکه کیدل

د لیبیا په سواحلو کې د داډول کښتیو ډوبیدل یوه عادي خبره ده، په ۲۰۱۹ کال کې ګڼې داسې پیښې رامنځ ته شوي. نومبر میاشت کې د مالتا په اوبو کې د څلورو میندواره ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۹۷۰ تنه لادرکه شول. له دې ۸ ورځې وړاندې هم یو پیښه رامنځ ته شوه چې پکې د ۱۳ ښځو او درې میندواره ښځو په ګډون ۹۴ تنه کډوال لادرکه شول.

د دغو ۹۱ کډوالو په څیر څومره نور د مدیترانې په سمندر کې لادرکه دي؟

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې ۲۰۱۴ کال کې ټولټال ۱۹۹۰۳ تنه د مدیترانې په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دې ډلې د ۶ زره ۵۳۶ تنو پاتې شوني اثار موندل شوي او د پاتې نورو هیڅ اثار شتون نه لري.

مارتا شانچز وايي:« د ورکو شویو ثبتول ستونزمن دی، د لیبیا ځواکونه په وخت سره خپل معلومات مونږ سره نه شریکوي. مونږ له بیلابیلو معلوماتي سرچینو لکه غیر دولتي سازمانونو او شاهدانو معلومات اخلو خو دمعلوماتو راټولول او جوړول هم ډیرې مودې ته اړتیا لري»

هغه وايي دغه معلومات کره نه بلکه په تخمیني ډول وړاندې کیږي.

 له هرو ۲۱ تنو یو تن د مدیترانې په سمندر کې خپل ژوند بایلي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي دا چې معلومات کره نه دي نو ځکه مونږ يي حتی له خپرلو ډډه کوو، مارتاشانچز وايي هغه څخه چې ښکاره دي د ۲۰۱۶ کلونو په پرتله د مړینې کچه د مدیترانې په سمندر کې راټیټه شوې خو په دې وروستیو کې په مرکزي مدیترانه کې د خطر کچه بیا لوړه شوې.

د کډوالۍ نړیوال سازمان دغه چارواکی وايي:«  ۲۰۱۸ کال کې د مړینې کچه ۲،۸۸ سلنه وه یانې له هرو ۳۵ تنو څخه یوتن مدیترانه کې خپل ژوند له لاسه ورکاوه خو ۲۰۱۹ کال کې بیا دغه کچه ۴،۷۸ سلنې ته لوړه شوه. د پایلې په توګه باید ووایم چې له مدیترانې د تیریدو خطر تر بل هر وخت اوس ډیر شوی.

 

نورې ليکنې