د ۲۰۱۸ د جون میاشتې ۳مه نېټه: د سلوانیا ډموکرات ګوند مشر جانز جانسا په لیوبلیانا کې. کرېډېټ: رویترز، بوروت زیولوویچ
د ۲۰۱۸ د جون میاشتې ۳مه نېټه: د سلوانیا ډموکرات ګوند مشر جانز جانسا په لیوبلیانا کې. کرېډېټ: رویترز، بوروت زیولوویچ

تېره ورځ د سلوانیا ډموکرات ګوند مشر جانز جانسا د دغه هیواد د ولسمشر بورت پاهور له خوا د سلوانیا لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. ښاغلی جانسا د مهاجرو ضد سیاست تعقیبوي.

د چهارشنبې په ورځ د سلوانیا ولسمشر بوروت پاهور جانز جانسا سره په یوه ګده مطبوعاتي غونډه کې وویل: «هیله لرم چې د همکاریو تړون مو د سلوانیا او د دغه هیواد د خلکو په ګټه تمام شي.»

نوموړي یوه ورځ مخکې اعلان کړی و چې سلوانیا پارلمان کې له درېو نورو سیاسي ډلو سره د ائتلاف تړون لاسلیک کړی دی.

د یونان د کېڼ اړخې له خوا جوړ شوی حکومت تېره جنوري میاشت له هغې وروسته نسکور شو چې د پخواني لومړي وزیر مرجان سارېک په ائتلافي حکومت کې د پنځو ډلو ترمنځ اختلافونه رامنځ ته شول.  

اټکل کېږي چې په نوي ائتلافي حکومت کې د سلوانیا ډموکرات ګوند د ښې اړخې ګوند نووا سلوانیا او دوو نورو ګوندونو سره په ګډه کار وکړي.

دغه نوی ائتلافي حکومت به د سلوانیا په پارلمان کې ۴۸ څوکۍ ولري.

پولو کې به امنیتي تدابیر لا ډېر شي

که څه هم د سلوانیا ډموکرات ګوند په ۲۰۱۸ کې ډېرې رایې خپلې کړې وې، خو ښاغلی جانسا و نه توانېد چې له نورو ګوندونو سره ائتلاف وکړي.

داسې ګومان کېږي چې د نوي حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته به د سلوانیا په سرحدونو کې امنیتي تدابیر لا ډېر شي او د پناه غوښتنې سیاست به لا سخت شي.

جانز جانسا د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ او بیا د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په واک کې و. نوموړي په ۲۰۱۴ کې د فساد په تور په بند محکوم شو او څو میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې. خو محکمې بیا خپل حکم لغو کړ.

په روانه میاشت کې یو سلوانیایي سایټ داسې سندونه خپاره کړل چې ښيي په تېرو څو کلونو کې د هنګري د مهاجرو ضد لومړي وزیر ویکتور اوربان د سلوانیا ډموکرات ګوند ته د یو ټلویزیوني چینل او د یوه خپرندویه مرکز د جوړولو لپاره نږدې ۱،۵ میلیون یورو پیسې ورکړې دي.

د سلوانیا پارلمان به راتلونکې اونۍ د ښاغلي جانسا نوماندۍ په اړه فیصله کوي. دغه راز د سلوانیا ولسمشر ویلي چې د نوي حکومت د غړو بشپړ نوملړ به راتلونکې میاشت اعلان شي.

د سلوانیا راتلونکې پارلماني ټاکنې په ۲۰۲۲ کې ترسره کېږي.

 

نورې ليکنې