د مهاجرت پر وخت زياتې کورنۍ سره بيلي سوي دي.
د مهاجرت پر وخت زياتې کورنۍ سره بيلي سوي دي.

د مهاجر نيوز زياتو کتونکو په آلمان کي د مهاجرت او کورنۍ په تړاو سوالونه رالېږل چي له کبله يې موږ تکراري سوالونه وکيلانو ته کښېښودل. جوابونه يې دلته لوستلای سئ:

د شلون او اېلزېون شرکت د وکيلانو يوه نړيواله ډله لري چي په آلماني، انګريزي، فرانسوي، پورتګالي، روسي، هسپانوي او ترکي ژبو خبري کوي. د دغه شرکت وکيلان د نورو ساحو تر څنګ په آلمان کي د کډوالۍ په هکله هم تخصص لري. دغه کاري ډله و آلمان ته د کار د ويزې، د اروپايي اتحاديې د شين کارد، د خپل کاروبار لرونکو له پاره د اوسېدنې د اقامې، د کورنيو د سره يوځای کېدو، د تحصيل له پاره د ويزو، د ويزو د تمديد او دايمي ويزې او آلماني تابعيت په ډګرونو کي هم تجربې لري.

د نورو معلوماتو له پاره د دغه شرکت و وېبپاڼي ته پر لاندني لينک ورتللای سۍ:
د شلون او ايلزېون شرکت

ماشومان او حامله توب

سوال: که زه حامله داره واوسم، نو ايا بيا هم زما اخراج ممکن دی؟
جواب: که په لنډه توګه ووايو نو د ماشوم لرل عموما د قبولۍ ترلاسه کولو چانسونه نه زياتوي. د قبولۍ ترلاسه کولو يا نه ترلاسه کولو فيصله په لومړي قدم کي د مهاجرو په تړاو د ژنيف د کنوينسيون پر اساس کيږي. د دغه کنوينسيون د تعريف له مخي مهاجر هغه کس دی چي له خپل هغه هيواد څخه چي تابعيت يې لري يا يې د بې تابعيته کس په توګه هلته ژوند کاوه او اوس ورڅخه دباندي دی او دغه کس د خپل قوم، مذهب، تابعيت، سياسي نظر او يا د يوې ځانګړي ټولنيزي اتحاديې د غړيتوب له کبله تر تعقيب لاندي او د ګواښ سره مخامخ دی.

سوال: ايا حامله داره هم اخراج کيدلای سي؟
جواب: د دغې پوښتني د جواب له پاره بايد چي د کار او حامله توب له پاره ځانګړي قانون ته نظر واړوو. د دغه قانون له مخي حامله داره مېرمنه نه بايد چي نور کار وکړي، کله چي يې د ماشوم زېږېدني ته شپږ اونۍ پاته وي. د زېږېدنې وروسته هغه اته اونۍ نور هغه پر کور پاته کيږي چي يادو دواړو دورو ته د مور د تحفظ موده ويله کيږي. د دغه قواعدو مقصد پر مور د اضافي فشار راتلو مخنيوی کول دي تر څو د زېږېدنې مخکي يا وروسته مور يا ماشوم ته زيان ونه رسيږي. د حامله داره مېرمني د اخراج په ترڅ کي هم دغه اصل ته پام کيږي. په دې ترڅ کي د اخراج له کبله ممکنه رامنځ ته کېدونکی فشار د هغه سره برابر ګڼل کيږي چي د کار کولو پر وخت مېرمنه ورسره مخامخ کيدلای سي. له دې کبله داسي اټکل کيږي چي مېرمني د مور د تحفظ په موده کي نه سي اخراج کيدلای ځکه چي کيدای سي دغه کار روغتيايي ګواښونه رامنځ ته کړي.

سوال: زه حامله داره يم، که زه ماشوم وزېږوم نو ايا دا به په آلمان کي زما د قبولۍ لاره آسانه کړي؟
جواب: د زېږېدنې وروسته به په چټکه توګه د ماشوم اخراج ممکن نه وي. دا په دې معنی چي په داسي صورت کي به مور او ماشوم دواړو ته د
«دولدونګ» سند ورکول کيږي تر څو چارواکي بېرته امکان پيدا کړلای سي چي په اخراج مکلفه مور او ورسره د ماشوم د اخراج امر صادر کړي. مور او پلار چي کومه د پناه غوښتنه کوي، هغه يې د غير واده سوو او کمسنه ماشومانو له پاره هم صدق کوي. که يو غير واده سوی ماشوم د مور او پلار له خوا د پناه غوښتنې وروسته آلمان ته راورسيږي او يا يو نوی ماشوم وزېږي نو مور يا پلار چي د پناه غوښتنه يې کړې وي مکلف دي چي چارواکو ته په دې تړاو معلومات ورکړي. په دې توګه سره نو بيا داسي حسابيږي چي ګواکي ماشوم هم د پناه غوښتنه کړې ده.

که د ماشومانو مور او يا پلار آلمانی تابعيت ترلاسه کړی وي، نو بيا شاته پاته کم سن ماشوم د کورنيو د الحاق د قانون پر اساس د خپل مور او پلار سره د يوځای کيدو غوښتنه کولای سي. که د يو آلماني تابعيت لرونکي کس ماشوم تر ۱۸ کالو زيات عمر لري نو د دغه ماشوم له پاره د آلماني تابعيت غوښتنه کېدلای سي. په نورو مواردو کي د اقامې قانون د هغو ماشومانو له پاره ځانګړي آسانتياوي لري چي مور او پلار يې زيات وخت په آلمان کي ژوند کړی وي او يا يې پخپله زيات وخت په آلمان کي تېر کړی وي.

سوال: زما پناه غوښتنه رده سوې خو زما د ژوند شريکه حامله داره ده او زه پلار کېدونکی يم. ايا دغه وضعه به زما د اخراج په پروسه کي خنډ سي يا به کوم فرق راولي؟
جواب: الف: که ستاسو د ژوند شريکه د اروپايي اتحاديې د کوم غړي هيواد تابعيت لري، نو تاسو کولای سئ چي د کورنۍ د الحاق غوښتنه وکړئ او له دې لارۍ اقامه ترلاسه کړئ.
ب: د پناه غوښتنه د هر فرد دا جلا جلا ارزول کيږي. که د ماشوم مور او پلاره دواړه پناه غوښتونکي وي، نو بيا بايد وکتل سي چي ايا د کورنۍ د الحاق امکانات موجود دي او که نه.
ج: که د يو زېږدونکي ماشوم مور پلار د اخراج سره مخامخ وي، نو د دغه ماشوم زېږېدنه د اخراج سره د مخامخ پلار د نه اخراج سبب ګرځېدلای سي ځکه چي د آلمان قانون دا حق مني چي د زېږېدنې پر وخت بايد پلار موجود واوسي.
د: دا چي د زېږېدوکي ماشوم پلار به د ماشوم د زېږېدنې وروسته څومره حقونه ولري په دې پوري تړاو لري چي ايا دغه ماشوم يا يې مور آلمانی تابعيت لري که نه.

واده او د ژوند شراکت

سوال: که زه د يو يا يوې اروپايي سره واده وکړم، نو ايا زه په مستقيمه توګه په اروپا کي د پاته کېدو حق تر لاسه کوم؟
جواب: د اروپايي اتحاديې د وګړي سره واده کول په اوتوماتيکه توګه د پاته کېدو د حق ترلاسه کولو معنی نه لري. البته تاسو د زياتو امتيازاتو سره په اروپا کي د پاته کېدو غوښتنه د کورنۍ سره د الحاق يا يوځای کېدو په دليل وړاندي کولای سئ.

سوال: زه له يو اسلامي هيواد سره تړاو لرم او هلته مي بېله واده څخه ماشوم زېږېدلی ؤ. زما په اصلي هيواد کي د دغې مېرمني ژوند د ګواښ سره مخامخ دی ځکه چي د بېله واده جنسي اړيکو لرلو سزا اعدام ده. ايا زه کولای سم چي د دغې ښځي او د ماشوم له پاره دلته د پناه غوښتنه وکړم او هغوی دلته راوبولم؟ او يا د هغوی سره يوځای په اروپا کي د پناه غوښتنه وکړم؟
جواب: په داسي يو صورت کي د دې امکان سته چي تاسو د دويمي درجې قبولي يا په اصطلاح د پاته کېدو اقامه ترلاسه کړئ. البته دا حتمي نه ده چي ياده قبولي به تلاسه کړلای سئ. دا ځکه چي دا پرېکړه په قضيه او دوسيه پوري اړه لري.

سوال: که زه د بريتانوۍ سره واده وکړم نو ايا زه په اوتوماتيکه توګه په اروپا کي د پاته کېدو حق ترلاسه کوم؟
جواب: هغه کسان چي د دويمي يا دريمي درجې قبولۍ لري، يعني د سياسي پناه لرونکي نه وي، نو د کورنۍ سره د هغوی د الحاق له پاره بايد نور شرايط هم پوره کړي. په دې ترڅ کي د هر کس دوسيه جلا جلا ارزول کيږي.

سوال: زه يوه نامزاده لرم. ايا که زه قبولي تر لاسه کړم نو خپله نامزاده هم راوستلای سم؟
جواب: هغه کسان چي د لومړۍ درجې قبولي (سياسي پناه) نه لري بلکه د دويمي يا دريمي درجې قبولي لري، هغوی بايد د کورنۍ سره د يوځای کېدو له پاره لا زيات شرايط پوره کړي. په دې ترڅ کي هره دوسيه جلا جلا ارزول کيږي او ورباندي فيصله کيږي.

د نامزاد يا د نامزادي سره د يوځای کيدلو يا په اصطلاح د هغوی د رابللو له پاره بايد دا ثابته کړله سي چي په رشتيا د دغه نامزادي يا نامزاد سره د واده کولو اراده موجوده ده. په دې ترڅ کي هم هره دوسيه جلا جلا ازيابي کيږي. که تاسو د خپل نامزاد يا نامزادي سره يوځای مهاجر سوي ياست نو د هر يوه د پناه غوښتنه جلا جلا ازوله کيږي.

د يادولو وړ ده چي د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کي د پناه غوښتونکو له پاره د کورنۍ د الحاق يا يوځای کېدو قوانين يوشانته نه دي بلکه فرق سره لري. عموما په اروپايي هيواد کي اوسېدونکی پناه غوښتونکی (چي سياسي پناه قبولي نه لرونکی خو د دويمي يا دريمي درجې قبولي لرونکی وي) بايد اقامه، کار او د اوسېدو اړين ځای ولري، له دې مخکي چي کورنۍ راوبللای سي.

سوال: مهاجر څنګه کولای سي چي خپل بالغ خپلوان راوبولي؟
جواب: که څه دي دا ډېره استثنايي موضوع ده خو په مجموع کي د کورنۍ د يو بالغ غړي راوستل هم ممکن دي. ښايي په دې ترڅ کي د کډوال کيدو په دليل(لکه پوهنتون، کار) پر سفر غور کول هم ګټه ور وي.

سوال: موږ يوه رده سوې کورنۍ يو او راڅخه د وتلو غوښتنه سوې خو موږ پاسپورټونه نه لرو. ايا چارواکي موږ بيا هم اخراج کولای سي؟
جواب: اصولا بېله پاسپورټ څخه اخراج نه کيږي. خو چارواکي کولای سي چي ستاسو د هيواد له سفارت يا قونسلګرۍ څخه ستاسو له پاره د سفر د سند غوښتنه وکړي. که تاسو د پاسپورټ ترلاسه کولو په پروسه کي د چارواکو سره همکاري ونه کړئ نو ښايي په مالي توګه جرمانه کړل سئ.

سوال: که يو کس څو ځله واده کړی وي او تر يوې څخه زياتي مېرمني لري، نو د کورنۍ کومه برخه کولای سي چي راوبولي او څنګه؟ ايا په اروپايي اتحاديه کي به دغه کورنۍ په رسميت پېژندل کيږي؟
جواب: که د يو مهاجر نارینه سره په آلمان کي يوه مېرمنه موجوده وي، د دې امکان نسته چي دويمه مېرمنه دي هم راوغوښتلای سي.

 

نورې ليکنې