په زياته د ناروغ پالنې په ډګر کي د مسلکي کسانو تشه موجوده ده
په زياته د ناروغ پالنې په ډګر کي د مسلکي کسانو تشه موجوده ده

د مارچ له لومړۍ نېټي څخه په آلمان کي د بهرني مسلکي کارګرو په تړاو نوی قانون قابل عمل کيږي. په دې توګه له ۱۹۵۰ مو کالونو راهيسي روان بحث پای مومي. په هکله يې مهم سوالونه او جوابونه دلته ولولئ:

په آلمان کي د کډوالۍ د نوي قانون په هکله د کاتوليکي خبري آژانس له خوا مهمي پوښتني جواب سوي دي چي دلته يې لوستلای سئ:

دغه قانون د چا له پاره دی؟

دغه قانون د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د وګړو له پاره نه دی. د دغه قانون مقصد له اروپايي اتحاديې څخه دباندي هيوادونو څخه آلمان ته د مسلکي کارګرو راجلبول مقصد دي. دا په داسي حال کي چي تر مخه په اړونده قوانينو کي صرف د هغو کسانو د جلب هڅه کېدله چي اکادميکي او لوړي زدکړي يې کړي وي. د نوي قانون له مخي هغه کسان هم د ځانګړو شرايطو د پوره کولو په صورت کي و آلمان ته راتللای او کار کولای سي چي مسلکي زدکړي يې کړي وي. له دې وروسته به هم هغه کسان چي يا خو يې زدکړي نه وي کړي او يا يې کمي زدکړي کړي وي، د راتلو امکان ونلري. خو په آلمان کي دننه به د مسلکي زدکړي د پراخولو امکانات لا زيات او آسان کړل سي.

آلمان ته د کډوال کېدو له پاره مراجعين بايد کوم شرايط پوره کړي؟

د نوي قانون له مخي به هغو کسانو ته و آلمان ته د راتګ شرايط او امکانات آسانه کړل سي چي لوړي يا اکادميکي زدکړي نه لري خو مسلکي زدکړي يې کړي وي. تر مخه صرف اکادميک کسانو دا امکان درلود او بايد صرف په هغو ځانګړو مسلکونو پوري مربوط وای چي پکښي د مسلکيانو تشه موجوده وه. خو اوس دغه د ځانګړو مسلکونو شرط ليري کړل سوی دی. په دې توګه هغه مخکي له مخکي امتحان چي له مراجعينو څخه به اخيستل کېدی هم له منځه تللی دی. خو د اړتيا په صورت کي دغه امتحان بېرته رامنځ ته کيدلای سي. هغه کسان چي مسلکي زدکړي لري له دې وروسته کولای سي چي آلمان ته د شپږو مياشتو له پاره راسي او دلته د کار تلاښ وکړي، دا په هغه صورت کي چي په کافي اندازه آلماني يې زده وي او مسلکي زدکړي يې کړي وي.

ولي د مسلکي کسانو د جلب او جذب اقدام او قانون مهم ؤ؟

په آلمان کي په بعضو ساحو کي د مسلکي کسانو ستره تشه موجوده ده. د بېلګي په توګه په آی ټي يا د نوي ټکنالوژۍ او د ناروغ پالنې په ساحه کي په زياته په قريه جاتو کي د مسلکي کسانو تشه سته. له همدې کبله زيات آلماني شرکتونو د زيات وخت راهيسي د اړونده نوو قوانينو غوښتنه کوله چي و آلمان ته د مسلکي کسانو راتګ آسان کړي. په نوي قانون کي راغلي شرايط اوس هم د دغو شرکتونو په آند په کافي اندازه آسانۍ رامنځ ته کوونکي نه دي. پر دغه قانون تنقيد کوونکي بيا وايي چي لومړی بايد د دې هڅه وسي چي په آلمان او اروپايي اتحاديه کي دننه د شته امکاناتو د لا بهتره استعمال لاري راوايستل سي.

په کوم شمېر مسلکي کارګرو ته اړتيا سته؟

د آلمان حکومت هيله لري چي دغه نوی قانون به د دې لامل سي چي د ۲۵۰۰۰ په شاوخوا کي مسلکي کسان آلمان ته راجلب سي او دلته د کار کولو له پاره راسي. په دې تړاو په ۲۰۱۷ کال يو اټکل سوی ؤ. هغه وخت نژدې ۲۸۰۰۰ نوي مسلکي کسان آلمان ته راکډوال سوي ول. د بېرتلسمن بنسټ د يوې څېړنې له مخه آلمان تر ۲۰۶۰ کال پوري هر کال نژدي ۱۴۶۰۰۰ مسلکي بهرني کسانو ته اړتيا لري.

ايا پناه غوښتونکي هم له دغه قانون څخه په ګټه پورته کولو کار او اقامه په لاس راوړلای سي؟

د پناه غوښتونکو له پاره د دې آسانتيا زياتي غوښتني موجودي وې چي هغوی د پناه غوښتتنې د قانون څخه واوړي او د مسلکي کارګرانو د قانون په رڼا کي د کار کولو امکان په لاس راوړي. خو دغه امکان په نوي قانون کي نه دی ورکول سوی. بلکه د دولدونګ په نوم سند لرونکي د کال له پيل راهيسي امکان لري چي د کاري دولدونګ په نوم سند ترلاسه کړي. خو دا اصول د هغو کسانو له پاره دی چي د ۲۰۱۸ کال د اګست له لومړۍ نېټي څخه تر مخه آلمان ته راغلی وي او دلته يې لږ تر لږه يو کال دولدونګ لرلی وي او لږ تر لږه د ۱۸ مياشتو راهيسي په داسي کار بوخت وي چي پکښي د تقاعد، صحي بيمې او نور ملکف کوونکي معاشي برخي هم ادا کوي. ياد کسان بيا په آلمان کي د اقامه په لاس راوړلو امکان پيدا کولای سي. د ۳۰ مياشتو وروسته د افنټهالټس اېرلابنيس په نوم اقامه ممکنه ده. دغه اصول به په ميعادي توګه تر ۲۰۲۳ پوري قابل عمل وي.

 

نورې ليکنې