لاریون کوونکي لسبوس کې د نویو پنډغالو د جوړولو په غبرګون پر پولیسو برید کړی. فبروري ۲۶، ۲۰۲۰. انځور: رویټرز
لاریون کوونکي لسبوس کې د نویو پنډغالو د جوړولو په غبرګون پر پولیسو برید کړی. فبروري ۲۶، ۲۰۲۰. انځور: رویټرز

له زرو تنو ډیر ځايي اوسیدونکي نن پنجشنبه د دویمې ورځې لپاره د یونان د لسبوس په ټاپو کې د نویو پنډغالو د جوړولو پر ضد لاریونونه وکړل. تیره ورځ هم د ځايي اوسیدونکو او پولیسو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله ۶۰ تنه ټپیان شوي ول.

دولت غواړي چې د یونان په شمیر ټاپوګانو کې د کډوالو لپاره نوي پنډغالي جوړې کړي خو ځايي خلک بیا د دولت دغه اقدام مخالفت کوي او نه غواړي چې په سیمه کې يي نوي پنډغالي جوړې شي.

 د یونان په لسبوس او کیوس ټابوګانو کې لاریونونه تیره ورځ وروسته له هغه پر تاوتریخوالي بدل شول چې د پولیسو او ځايي اوسیدونکو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شول، د سیمې اوسیدونکي چې قهرجن ښکاریدل پر پولیسو يي د تیږې ګزارونه کول چې په بدل کې پولیسو له اوښکي بهونکي ګازو کار اخیست.

چارواکي وايي چې د تیرې ورځې په تاوتریخوالو کې ۶۰تنه ټپان شوي چې ګڼ شمیر يي پولیس دي.

 یوځل بیا نن پنجشنبه د لسبوس سلګونه اوسیدونکي د حکومت د دغه نوي اقدام پر ضد سړکونو ته راوتي او غوښتنه کوي چې کډوال دې بیرته خپلو اصلي ټاټوبو ته ولاړ شي. له سیمې یو شمیر کډوال وايي چې ټاپوګانو ته د ورتګ لارې، دوکانونه او د عامه خدماتو یو شمیر دفترونه تړل شوي.

 دولتي چارواکي د سیمې له اوسیدونکو سره د بې پایلې خبرو وروسته سیمې ته د نویو ودانیو جوړولو په موخه تخنیکي وسایل انتقال کړل او د تاوتریخوالي ضد پولیس يي هم ځای پر ځای کړ.

 د یونان لومړی وزیر کیر یا کوس میتسوتاکیس نن د کابینې په غونډه کې وویل: «د کډوالۍ ستونزې د هواري په موخه به د نویو پنډغالو جوړولو، د پناه غوښتنې د بهیر چټکولو او د سرحدونو د کنټرول پلان ته به دوام ورکړو. دا پلان د اجرا وړ ده.»

د یونان لومړی وزیر پر پولیسو د سیمې د خلکو بریدونه غندي او وايي چې هغه خلک چې پر تاوتریخوالي لاس پورې کوي په اړه يي اقدام کیږي.

 د کډوالو ستونزې

د دغو تاوتریخوالو له امله د یونان په ټاپوګانو کې زرګونه میشت کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

رفیع یوتن افغان کډوال له پنځو میاشتو راهیسې له خپل میرمن او یو ماشوم سره په لسبوس کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.

رفیع مهاجر نیوز سره په خبرو کې وايي:« د لاریونو له امله نه شم کولای بازار ته لاړ شم او د خپل ماشومان لپاره شیدې واخلم، زه خپله هم ساه بندي لرم او د ډاکټر له لارښوونې سره سم اړ یم چې ورزش وکړم خو نشم کولای بازار ته د د دغه کار لپاره ورشم 

 علي چې له فلسطین څخه راغلی او اوس د لیسبوس په ټاپو کې خپلې کورنۍ سره ژوند کوي د خپل ماشوم د درملنې لپاره نشي کولای بازار ته لاړ شي، هغه وايي اداري کارونه مې هم سم مخکې نه ځي ځکه دلته لاریونونه دي.

علي وايي : « د سیمې خلک له مونږ سره سم چلند نه کوي، دوه اونۍ وړاندې یو شمیر نامعلومو کسانو پر مونږ برید وکړ خو پولیسو يي مخه و نیوله

د یونان ټاپوګان یوازې د ۶۲۰۰ تنو لپاره جوړ شوی خو اوس پکې له ۳۸ زره تنو ډیر کډوال ځای پر ځای شوي، له جګړې تښتیدلي دغه کډوال چې ډیرۍ يي د افغانستان او سوريي وګړي دي غواړي د یو آرام ژوند د موندلو په موخه ځانونو نور اورپايي هیوادونو ته ورسوي. 

 تمه ده د یونان لومړی وزیر له سیمه ایزو چارواکو سره د پنجشنې ورځې په پای کې د رامنځ ته شوي کړکیچ د هواري په اړه خبرې اترې وکړي.

 

نورې ليکنې