له ارشیف څخه: د مقدونیې د پولیسو موټرونه. کرېډېټ: دېکل بېرز، کریتیف کامنز
له ارشیف څخه: د مقدونیې د پولیسو موټرونه. کرېډېټ: دېکل بېرز، کریتیف کامنز

د شمالي مقدونیې پولیسو تېره ورځ وویل چې د دغه هیواد ستیپ ښار ته نږدې یې په یوه لارۍ کې ۴۰ کډوال موندلي دي. پولیسو زیاته کړې چې لاری چلوونکی د انساني قاچاقو په تور نیول شوی دی.

د شمالي مقدونیې پولیسو په حواله تېره چهارشنبه د دغه هیواد ستیپ ښار ته نږدې په یوه لارۍ کې ۳۶ افغانان او ۴ پاکستانیان موندل شوي دي.

ستیپ ښار د شمالي مقدونیې پلازمېنې اسکوپیا سره ۹۰ کیلومتره لرې دی.

داسې ګومان کېږي چې دغه کسان د یونان له لارې شمالي مقدونیې ته ننوتلي دي. پولیسو دوی د ګیوجلیا ښار یوې توقیف خونې ته استولي دي.

دوی زیاته کړې چې موندل شوي کسان بېرته یونان ته اخراجوي.  

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د شمالي مقدونیې ځواکونو په دوو لاریو کې نږدې ۱۰۰ کډوال موندلي وو. 

که څه هم د بالکان مسیر له څو کلونو راهیسې تړلی دی، خو نن سبا په زرګونه کډوال هڅه کوي چې د بالکان هیوادونو له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.

د رسمي شمېرو له مخې د روان کال د جنورۍ میاشت په لومړیو درېو اونیو کې ۱۳۶۵ غیر قانوني کډوال شمالي مقدونیې ته تر داخلېدو وروسته نیول شوي دي.

 

نورې ليکنې