د ۲۰۲۰ فبرورۍ ۲۸مه: د کډوالو یوه دله ایدرنې سیمې ته نږدې د یونان او ترکیې له سرحد څخه تېرېږي. کرېډېټ: حسین الدمیر
د ۲۰۲۰ فبرورۍ ۲۸مه: د کډوالو یوه دله ایدرنې سیمې ته نږدې د یونان او ترکیې له سرحد څخه تېرېږي. کرېډېټ: حسین الدمیر

د ترکیې د ځایي رسنیو په حواله نن چهارشنبه په سلګونو کډوال له هغې وروسته له اروپا سره د ترکیې سرحدي سیمو په لور روان شول چې ترکي چارواکو د خپلو پولو د پرانېستلو اعلان وکړ. بل لور ته یونان ویلي چې خپلو سرحدونو کې یې امنیتي تدابیر دوچنده کړي.

ترکیې له هغې وروسته له اروپا سره د خپلو سرحدونو د پرانېستلو خبر ورکړ چې تېره ورځ  د دغه هیواد ۳۳ سرتېري د سوریې په شمال لوېدیځ ادلب ښار کې په یوه هوایي برید کې ووژل شول. ترکیې دغه برید د سوریې د «رژیم ځواکونو» کار بولي.

ترکۍ ورځپاڼې صباح ویلي چې د «پولو پرانېستلو» تصمیم تر یادې پېښې وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ په یوه بېړنۍ غونډه کې نیول شوی. 

بل پلو دي اچ اې خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د جمعې په ورځ نږدې ۳۰۰ مهاجرو ادیرن ولایت ته ځانونه رسولي چې یونان سره ګډه پوله لري.

د دغو کسانو په ډله کې سوریانان، ایرانیان، عراقیان، مراکشیان او پاکستانیان شامل دي. یاد اژانس د کډوالو له قوله ویلي چې دوی د پولې د پرانېستلو خبر تر اورېدو وروسته دغې سیمې ته راغلي دي.

د دي اچ اې د یو بل رپوټ له مخې د کډوالو یوه بله ډله د چناق قلعې ایوالیک ساحل ته رسېدلي او غواړي چې په بېړیو کې ځانونه د یونان لېسبوس ټاپو ته ورسوي.

یونان په خپلو سرحدونو کې امنیتي تدابیر زیات کړي

په همدې حال کې نن جمعه یونان وویل چې په خپلو سرحدونو کې یې امنیتي تدابیر زیات کړي.

د فرانسې خبري اژانس د یونان د پولیسو یوې سرچینې له قوله زیاته کړې چې له ترکیې سره ګډو سرحدونو کې تدابیر دوچنده شوي.

بل پلو د یونان د اردو یوې بلې سرچینې ویلي چې وضعیت «تر کنترول لاندې» دی او کوم د «اندېښنې وړ خبره» نشته.

د یونان ټاپوګان یوازې د ۶۲۰۰ تنو لپاره جوړ شوي خو اوس پکې له ۳۸ زره تنو ډیر کډوال ځای پر ځای شوي دي. له جګړې تښتیدلي دغه کډوال چې ډېری يې د افغانستان او سوريي وګړي دي غواړي د یو آرام ژوند د موندلو په موخه ځانونو نور اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

جګړې او مهاجرت

په تېرو څو میاشتو کې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د ادلب سیمې د بېرته اخیستلو لپاره ډېرې هڅې کړې، خو په دې ترڅ کې په سلګونو ولسي وګړي وژل شوي دي او په سلهاوو زرو کسان د خپلو کورنو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

که څه هم نن سبا نږدې ۳،۶ میلیونه سوریایي کډوال په ترکیه کې اوسېږي، خو دغه هیواد ویلي چې د کډوالو د نوېو څپو په هکله زیاتې اندېښنې لري.

تر دې دمخه ترکیې څو ځله د سرحدونو د پرانیستلو خبرداری ورکړی و. خو د کارپوهانو په حواله دغه هیواد غوښتل چې پر اروپایي ټولنې فشار راولی.

په کال ۲۰۱۵ کې په سلهاوو زرو کسانو د ترکیې له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسول.

د ۲۰۱۶ په مارچ میاشت کې ترکیې له اروپایي ټولنې سره د کډوالو د مخنیوي تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له لاسلیک کېدو وروسته له ترکیې څخه یونان ته د تلونکو کډوالو په شمېر کې کموالی راغی.

خو د یونان او د اروپایي ټولنې د شمېرو له مخې په تېرو څو میاشتو کې یو ځل بیا یونان ته د رسېدونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

 

نورې ليکنې