یونان او ترکیې سرحدي سیمه، فبروری ۲۸ ، ۲۰۲۰. انځور: رویټرز
یونان او ترکیې سرحدي سیمه، فبروری ۲۸ ، ۲۰۲۰. انځور: رویټرز

د یونان سرحدي ځواکونو د نویو کډوالو د ورتګ د مخنیوي په موخه له ترکیې سره پولې ته څیرمه شمال شرقي برخه کې خپلې لارې تړلي، دغه ګام څو ساعته وروسته له هغه اخیستل کیږي چې ترکیې اروپا ته د تګ لپاره د کډوالو پر مخ لارې خلاصې کړې.

د یونان د پوځ یو چارواکی فرانسې خبري آژانس ته د جمعې په ورځ وویل سلګونه کډوال د یونان او ترکیې ترمنځ پولې ته څیرمه بند پاتې دي.

دغه سرچینه زیاتوي چې د ترکیې د نوي پریکړې وروسته د یونان د پوځ مشر د خپلو سرحدونو د کنټرول په موخه نن سیمې ته تللی.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس له ترکیې سره پر پوله د یونان شمال شرقي برخه کې د کډوالو یوه ۳۰۰ کسیزه ډله د پولیسو لخوا موندل شوې.

د ترکیې دولت د جمعې په سهار وروسته له هغه اروپاته د ورتلونکو کډوالو پرمخ خپلې پولې خلاصې کړې چې د دغه هیواد ۳۳ سرتیري د سوریي د ادلب ښار په یو هوايي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د فرانسې خبري آژانس خبریال وايي چې ۵۰ تنه نوي کډوال په یوه بیړۍ کې د مدیترانې له لارې تازه لیسبوس ټاپو ته رسیدلي.

 

نورې ليکنې