ځینو اروپایي هیوادونو او په ځانګړې توګه ایټالیا اروپا کې د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر نیولي دي. خو دغه تدابیر پر مهاجرو څه اغېز لرلی شي؟ بشپړ معلومات.
تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې تر ۲۸۰۰ ډېر کسان د کورونا ویروس له کله مړه شوي دي چې ډېری یې چینایان دي. دغه راز تر دې دمه نږدې ۸۳۰۰۰ کسان په دې ویروس اخته شوي دي. نن سبا کورونا ویروس شاوخوا ۵۰ هیوادونو کې خپور شوی دی. ایټالیا یوه له هغو اروپایي هیوادونو ده چې په کورونا ویروس اخته کسانو شمېر پکې ۶۵۰ کسانو ته رسېږي او تر اوسه پورې ۱۷ تنه د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
د دې همدې کبله ایټالیا او یونان د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره ځینې احتیاطي تدابیر نیولي چې له کډوالو سره تړاو لري.
ژغورونکې کښتۍ
د ایټالیا په مسینا او پوزالو بندرونو کې د سي واچ ۳ او اوشېن وایکنګ تر لنګر اچولو وروسته د دغو بېړیو کارکوونکي باید ۱۴ ورځې په قرنطین کې تېرې کړي.
خو سي واچ سازمان او اس او اس مدیترانه وایي چې دغه تدابیر د «توجیه وړ» نه دي.
ډوبلیني کډوال
بل پلو ایټالوي چارواکو ویلي چې دوی تر بیا امر پورې ایټالیا ته اخراج شوي ډوبلیني کډوال نه مني.
په روانه اونۍ کې سویس ایټالیا ته د ۱۰ ډوبلیني کډوالو د استولو نه ډډه وکړه.
بشردوستانه لارې چارې
ایټالوي چارواکو تېره سه شنبې د فبرورۍ ۲۵مه دغه هیواد ته د ۶۶ نایجریایي کډوالو د سفر نېټه وځنډوله. دوی ویلي چې دا یو احتیاطي ګام دی. ټاکل شوې وه چې دغه کسان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه پروګرام په چوکاټ کې ایټالیا ته ولاړ شي.
نایجریا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازې الساندرا مورېلي ویلي چې ایټالیا ته د کډوالو انتقالولو لړۍ په راتلونکو اونیو کې بیا پیلېږي. همدارنګه روم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې څخه غوښتلي چې د مهاجرو تر انتقالولو مخکې د هغوی روغتیایي ازموینې ترسره کړي.
پولو کې امنیتي تدابیر
بل پلو یونان اعلان کړی چې له ترکیې سره په خپلو ګډو سرحدونو کې یې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.
د یونان لومړي وزیر ویلي چې د یونان ټاپوګان د کډوالو شمېر د لوړوالي له کبله له روغتیایي ستونزو سره مخ دي. نوموړي زیاته کړې چې د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.