کډوال د ترکیې د ادرنې ښار په کارپوزلو کلي کې. دوی غواړي ځانونه یونان ته ورسوي. کرېډېت: رویترز، امیت بېکتاس
کډوال د ترکیې د ادرنې ښار په کارپوزلو کلي کې. دوی غواړي ځانونه یونان ته ورسوي. کرېډېت: رویترز، امیت بېکتاس

د یونان لومړي وزیر کېریاکوس میتسوتاکیس ویلي چې د یونان حکومت د نویو پناه غوښتونکو د دوسیه د راجسټرولو پروسه د یوې میاشتې لپاره ځنډولې ده. نوموړي پناه غوښتونکو ته هم خبرداری ورکړی چې یونان ته په ناقانونه توګه د ننوتلو څخه ډډه وکړي.

د یونان حکومت اعلان کړی چې د یوې میاشتې لپاره د پناه غوښتونکو د دوسیو د راجسټرولو پروسه ځنډوي او پولو کې یې امنیتي تدابیر سختوي. دا په داسې حال کې چې تېره اونۍ ترکیې اروپا ته د تلونکو کډوالو پر مخ خپله پوله پرانیستله.  

تر دې دمخه یوناني چارواکو ویلي وو چې د دغه هیواد ساحلي سرتېرو له ترکیې څخه یونان ته د راتلونکو شاوخوا ۱۰۰۰۰ مهاجر مخه نیولې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره جمعه له هغې وروسته د دغه هیواد د پولو د پرانیستلو اعلان وکړ چې د سوریې په شمالي سیمه ادلب کې ۳۳ ترکي سرتېري په یوه هوایي برید کې ووژل شول.

بل پلو د اروپا د پولې ساتنې ادارې فرونتکس ویلي چې له ترکیې سره پر پوله امنیتي تدابیر ټینګوي.

د یونان لومړي وزیر په خپله ټویټر پاڼه د پناه غوښتونکو دوسیو د راجسټرولو پروسې د ځنډولو خبرداری ورکړی. نوموړي زیاته کړې: «موږ د یونان او د اروپایي ټولنې سرحدونو څخه ساتنه کوو.»

ټاکل شوې چې کېریاکوس میتسوتاکیس د اروپایي شورا مشر شارل میشل سره د سه شنبې په ورځ د اوروس سرحدي سیمې څخه کتنه وکړي.

ښاغلي میتسوتاکیس په خپله ټویټر پاڼه کډوالو ته هم خبرداری ورکړی چې یونان ته په ناقانونه توګه د ننوتلو څخه ډډه وکړي، ځکه چې یوناني چارواکي دوی بېرته [ترکیې ته] اخراجوي.  

 

نورې ليکنې