د ۲۰۲۰ د مارچ دویمه: افغان کډوال د لېسبوس ټاپو سکالا سیکامینس ساحل ته نږدې. کرېډېت: رویترز
د ۲۰۲۰ د مارچ دویمه: افغان کډوال د لېسبوس ټاپو سکالا سیکامینس ساحل ته نږدې. کرېډېت: رویترز

نن دوشنبه د یونان ساحلي سرتېرو وویل چې د لېسبوس په ساحلي اوبو کې د مهاجرو یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې یو ماشوم وژل شوی خو ۴۷ تنه نور یې ژغورلي دي. اوسمهال لېسبوس ټاپو کې وضعیت کړکېچن دی. تېره یکشنبه د فبرورۍ لومړۍ نېټه د یونان د لېسبوس ځایي اوسېدونکو له یوې کښتۍ څخه دغه ټاپو کې د کډوالو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې د ښکته کېدو مخه ونیوله. یاده کښتۍ کې ماشومان هم سپاره ول. دوی دغه راز د مهاجرو یو مرکز ته اور اچولی دی.

د یونان ساحلي سرتېري وایي چې نن دوشنبه د سهار په ۸ نیمو بجو د لېسبوس په ساحلي اوبو کې د کډوالو یوه بېړۍ ډوبه شوې چې په پایله کې یې یو ماشوم مړ شوی دی. د سرچینې په حواله یو بل ماشوم روغتون ته وړل شوی دی. دغه بېړۍ کې شاوخوا ۵۰ کسان سپاره ول.

د یونان ساحلي سرتېرو زیاته کړې چې پېښه کې یې ۴۶ کسان ژغورلي دي.

د وژل شوي ماشوم د عمر او هویت په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.

دغه غمجنه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تېره جمعه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه هیواد د پولو د پرانیستلو اعلان وکړ چې په پایله کې یې په زرګونو مهاجر د یونان په لور روان شول.

د یونان د پولیسو له مخې د یکشنبې په ورځ نږدې ۵۰۰ کډوال د یونان لېسبوس، ساموس او خیوس ټاپوګانو ته رسېدلي دي. رپورتونه ښيي چې په دې ترڅ کې د پولیسو او مهاجرو ترمنځ شخړې هم جوړې شوې دي.

بل پلو د یونان د پناه غوښتنې چارو منشي مانوس لوګوتېتیس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې له تېرې یکشنبې سهار تر دوشنبې سهار پورې نږدې ۱۳۰۰ کډوالو ځانونه د یونان پنځو ټاپوګانو او په ځانګړې ټوګه لېسبوس ته رسولي دي.

د ښاغلي لوګوتېتیس په حواله اوسمهال د یونان ټاپوګانو ته د رسېدونکو کډوالو شمېر په ورځ کې ۵۰۰-۸۰۰ کسانو ته رسېږي.  

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: یونان کې د کډوالو لپاره د پنډغالو د جوړولو پر سر لاریونونه پر تاوتریخوالي اوښتی

د کډوالو یو مرکز ته اور اچول شوی

د یو بل خبر له مخې د لېسبوس ټاپو اوسېدونکو د یکشنبې په شپه سکالا سیکامین ساحل ته نږدې د کډوالو د هرکلي یو مرکز ته اور واچاوه. 

تر دې دمخه دغه مرکز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې تر ادارې لاندې و. خو تېره جنوري میاشت د ځایي چارواکو له خوا وتړل شو.

سکالا سیکامینس ساحل ته د نویو کډوالو تر رسېدو وروسته د لېسبوس ټاپو نږدې ۱۵۰ اوسېدونکي د یاد مرکز مخ ته راټول شول او د کډوالو د بیا راتلو له ویرې یې د مرکز ودانۍ ته اور واچاوه.

«ترکیې ته بېرته لاړ شئ»

تېره ورځ په ترما بندر کې د لېسبوس ټاپو اوسېدونکو د مهاجرو پر وړاندې شعار ورکاوه: «ترکیې ته بېرته لاړ شئ!»

د رپوټونو په حواله د لېسبوس ځایي اوسېدونکو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکو پر وړاندې هم شعارونه ورکول.  دوی دغه راز پر خبریالو برید کړی او د هغوی کامرې یې اوبو ته غورځولې.

د یونان خبري اژانس انا وایي چې د یکشنبې په ورځ د لېسبوس اوسېدونکو د مهاجرو د لوی کمپ موریا د لارې پر سر ډبرې اچولې وې او د پولیسو د یوه موټر لاره یې تړلې وه چې یونان ته نوي رسېدونکي کډوال پکې سپاره ول.

پېښه کې یو یوناني سرتېری په سطحي توګه ټپی شوی.

که څه هم موریا کمپ یوازې د ۳۰۰۰ مهاجرو لپاره جوړ شوی دی، خو نن سبا نږدې ۱۹۰۰۰ کسان پکې ژوند کوي.

تېره اونۍ د لېسبوس ټاپو سلګونو اوسېدونکو د کډوالو د یو نوی کمپ د جوړېدو پر وړاندې لاریونونه وکړل. دوی شعار ورکاوه چې کډوال دې له ټاپوګانو څخه ووځي. د خلکو لاریونونه وروسته له هغه پر تاوتریخوالي بدل شول چې د پولیسو او ځايي اوسیدونکو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شول، د سیمې اوسیدونکي چې قهرجن ښکاریدل پر پولیسو يې د تیږې ګزارونه کول چې په بدل کې پولیسو له اوښکي بهونکي ګازو کار اخیست.

 

نورې ليکنې