ترکیې او یونان پوله، مارچ ۲، ۲۰۲۰. تصویر: رویټرز/ الکساندروز
ترکیې او یونان پوله، مارچ ۲، ۲۰۲۰. تصویر: رویټرز/ الکساندروز

یوناني چارواکي وايي چې پر پوله يي د هغو ۱۰ زره کډوالو مخه ډب کړې چې غواړي له ترکیې څخه د دوې خاورې ته دننه شي.

د یونان د دفاع وزارت مرستیال رسنیو ته وویلي چې له ترکیې څخه یونان ته د نږدې ۱۰ زره ناقانونه کډوالو د راتګ مخه نیول شوې. هغه د سکای په نوم یوه محلي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل « د شنبې سهار ۶ بجې د ۹۹۷۲ غیر قانوني کډوالو د راتګ مخنیوی شوی.»

دغه چارواکی ویلي چې د نویو کډوالو د راتګ مخنیوي په موخه يی سیمې ته ګڼ شمیر پوځیان استولي. سرحدي پوځیان د کډوالو پر وړاندې له اوښکي بهوونکي ګاز څخه کار اخلي.

د ترکیې دولت تیره اونۍ د کډوالو پر مخ اورپا ته د تګ لپاره خپلې لارې پرانیستلې، دغه ګام وروسته له هغه ترسره کیږي چې د سوريي ادلب ښار په هوايي برید کې يي ۳۳ تنه ترکي سرتیري خپل ژوند له لاسره ورکړ.

 د ترکیې د دغه پریکړې وروسته د افغانستان، سوریي او یو شمیر نورو هیوادونو لسګونه زره کډوال ځانونه د یونان پولو ته رسولي ترڅو د دغه هیواد له لارې ځانونه نورو اروپايي هیوادونو ته ورسوي، خو یوناني چارواکي يي مخه ډب کړې.

 له سیمې څخه د کډوالو او یوناني پوځیانو ترمنځ په تاوتریخوالو کې د یو ماشوم په کډون د دوو کډوالو د وژل کیدو راپورونه هم ورکړل شوي.

 ترکي چارواکو رویټرز خبري آژانس ته نن دوشنبه وویل چې یو تن سوریايي کډوال له یوناني پوځیانو سره په اخ و ډب کې د ټپونو له امله ساه ورکړې.

دغه پيښه له یونان سره د ترکیې اسپالا پولې ته څیرمه رامنځ ته شوې خو د دغه کس د ټپي کیدو څرنګوالی لا نه دی روښانه شوی.

 د فرانسې ۲۴ ټلویزیون خبریالې نتالي چې نن سیمې ته ورغلې وايي:« له ترکیې سره د یونان په لویدیځه پوله کې له ۱۳ زرو ډیر کډوال ایسار پاتي او هڅه کوي چې د یونان خاورې ته دننه شي خو د یوناني پوځیانو لخوا يي مخه ډب شوې،پولې ته د خبریالانو د ورتګ اجازه هم نشته.»

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دوشنبه اروپايي چارواکو ته کواښ وکړ چې ډیر ژر به میلیونه کډوال له دغه هیواد څخه د یونان پولو ته ځانونه ورسوي.

د ترکیې ولسمشر دغه ګواښ وروسته له هغه کوي چې دغه هیواد تیره ورځ اروپا ته د تګ لپاره د کډوالو پر مخ لارې پرانیسې. ترکیې تیره اونۍ دغه ګام وروسته له هغه پورته کړ چې د سوريي ادلب ښار په هوايي برید کې يي خپل ۳۳ تنه سرتیري له لاسره ورکړل.

 د فرانسې خبري آژانس خبر د ترکيي د ولسمشر له خولې لیکلي:« اروپايي چارواکي له ما سره اړیکه نیسي او غوښتنه کوي چې د کډوالو پر وړاندې پولې بیرته وتړم خو ما هغوی ته وویل چې اوس پولې پرانیستل شوي او خبره خلاصه ده، تاسې باید خپل سهم ولرئ او ډیر ژر به د اروپا پولو ته میلیونونه کډوال ورسیږي.»

 ترکیه هغه هیواد دی چې د افغانستان، سوريي او ګڼو نورو هیوادو کډوال ور څخه اروپاته د تګ په موخه د ټرانزیت هیواد په توګه ګټه پورته کوي خو دغه هیواد بیا له ۲۰۱۵ کال وروسته له اروپايي هیوادونو سره د یوې هوکړې له مخې د کډوالو پر مخ خپلې لارې تړلې وې.

 

نورې ليکنې