د ترکیې د پولو تر پرانیستل کېدو وروسته د اروپایي ټولنې غړي هیواد اتریش ویلي د ټولو هغو کډوالو مخه به ونیسي چې یونان او بالکان مسیر کې د امنیتي تدابیرو سره سره ځانونه دغه هیواد ته رسوي. په همدې حال کې ځینو اروپایي هیوادونو لکه فرانسې له یونان سره د ملاتړ اعلان کړی. دغه راز د ملګرو ملتونو ادارې له ښکیلو خواوو څخه د ارامۍ د حفظ کولو غوښتنه کړې.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر کارل نېهامر د یکشنبې په ورځ وویل چې اتریش د ټولو هغو کډوالو مخه به ونیسي چې یونان او بالکان مسیر کې د امنیتي تدابیرو سره سره ځانونه دغه هیواد ته رسوي.
تېره ورځ د یونان پولیسو د ګڼو کډوالو پر وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز وکاروه. دغو کسانو غوښتل چې د ترکیې پولې تر پرانیستل کېدو وروسته د یونان خاورې ته داخل شي.
د کډوالو دغه نوې څپه یو ځل بیا د ۲۰۱۵ کډوالۍ کړکېچ رایادوي چې په ترڅ کې یې په زرګونو هغو کسانو چې د بالقان او یونان له لارو سفر کاوه ځانونه د اتریش له لارې جرمني ته رسولي ول.
۲۰۱۵ کې پناه غوښتونکو د اتریش د نفوسو یوه سلنه جوړوله.
ښاغلي نېهامر د اتریش د راډیو ټلویزیون بنسټ یا او آر اف خبریال ته وویل: «هنګري ډاډ راکړی چې د خپلو پولو ساتنه وکړي، کروېشیا به هم دا کار وکړی.»
نوموړي زیاته کړه: «خو که د امنیتي تدابیرو سربېره کډوال ځانونه اتریش ته ورسوي، باید یې مخه ونیول شي.»
د اتریش لومړي وزیر سباستین کورڅ د کډوالو ضد سیاست لري. نوموړي تر دې دمخه ویلي وو چې غواړي د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ د تکرارېدو څخه مخنیوی وکړي. ښاغلی کورڅ په کال ۲۰۱۶ کې د اتریش د کورنیو چارو وزیر په توګه کار کاوه او د کډوالو د مخنیوي لپاره یې اتریش په پولو کې امنیتي تدابیر زیات کړي وو.
فرانسې له یونان او بلغارستان سره د ملاتړ اعلان کړی
د یو بل خبر له مخې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له ترکیې او بلغارستان سره د ملاتړ اعلان کړی او زیاته یې کړې ده چې هیواد یې چمتو دی د «اروپایي هڅو» په چوکات کې د دغو دواړو هیوادونو د پولو ساتنې په برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «موږ د یو بشري او مهاجرتي کړکېچ د مخنیوي لپاره باید په ګډه سره عمل وکړو.»
بل پلو د اروپایي شورا کمېشنرې ارسولا ون دېر لین د شنبې په ورځ له ترکیې څخه اروپا ته د راتلونکو کډوالو نوې څپې په اړه اندېښنه وښودله.
نوموړې زیاته کړه: «دا مو لومړیتوب دی چې له یونان او بلغارستان سره ملاتړ وکړو.» د هغې په خبره اروپایي ټولنه چمتو ده چې د اروپا د پولو ساتنې ادارې یا فرانتکس په مرسته د کډوالو مخه ونیسي.
په همدې حال کې فرانتکس په یوه خبرپاڼه کې وایي چې له یوناني چارواکو سره په تماس کې دی او د وضعیت د اروزنې لپاره یونان ته نور سرتېري او وسایل استوي. خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې قبرس کې هم وضعیت د فرانتکس تر نظارت لاندې دی. فرانتکس د یونان په پنځو ټاپوګانو کې ۴۰۰ او بلغارستان کې ۶۰ سرتېري لري.
بلغارستان: «د سیمې د ثبات لپاره ګواښ»
ټاکل شوې چې نن دوشنبه د بلغارستان لومړی وزیر بویکو بوریسوف د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري او د کډوالو مسلې په اړه ورسره خبرې وکړي.
نوموړي ویلي په داسې حال کې چې اروپا د کورونا ویروس سره مخه ده د کډوالو نوې څپه «د سیمې د ثبات لپاره ګواښ» بلل کېږي.
بلغارستان له ترکیې سره ګډه پوله لري چې له ۲۰۱۶ راهیسې پکې ازغن سیمونه کارول شوي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی
بل لور ته د ملګرو ملتونو ادارې د یکشنبې په ورځ وول چې له ترکیې څخه یونان ته د تلونکو کډوالو پر وړاندې باید له «ډېر زیات» فشار څخه کار وانه خیستل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له ښکیلو خواوو څخه د ارامۍ حفظ کولو غوښتنه کړې.