د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکوي چې د دوې له غوښتنې سره سم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري په روان میلادي کال کې ۸ زره وزیرستاني کډوالو کورنیو سره په خوست او پکتیکا ولایتونو کې بشري مرستې کوي.
د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال
ویاند محمد رضا باهر مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل: « د کډوالو چارو وزارت له
غوښتنې سره سم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري په ۲۰۲۰ کال کې خوست او
پکتیکا ولایتونو کې میشت ۸۵۰۰ وزیرستاني کورنیو
سره چې شمیر يي ۵۰ زره تنو ته رسیږي د سرپناه، زده کړې، روغتیاپالنې او یو شمیر
نورو برخو کې مرستې ترسره کوي.»
د پاکستان پوځ لخوا په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پوځي عملیات د سیمې ۴۰۰ زره تنه دې ته اړ کړل چې د افغانستان ختیځ خوست، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو ته کډه شي خو د وخت په تیریدو سره یو شمیر دغه کډوال بیرته خپلو اصلي سیمو ته وګرځیدل.
د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ د ګلانو په نوم د کډوالو کمپ یو له هغو ځایونو دی چې لاهم زرګونه کورنۍ پکې میشت دي.
د خوست ولایت د کډوالو چارو رییس محمد هاشم حلیم مهاجر نیوز ته په دې اړه وویل:« په ګلانو کمپ کې لاهم ۳۵۰۰ څخه تر ۴۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي چې د کډوالو چارو ریاست په همغږۍ یو شمیر مرستندویه ادارې دوې سره په بیلابیلو برخو کې لکه خوراکي مواد، روغتیا، زده کړه او د څښاک اوبو په برخو کې مرستې کوي.»
هغه وايي چې په خوست ولایت کې شاوخوا ۲۰۸۰ تنه وزیرستاني ماشومانو ته د مرستندویه ادارو لخوا د زده کړې آسانتیاوې برابرې شوي.
ولې دغه کډوال بیرته نه ستنیږي؟
د خوست ولایت د کډوالو چارو ریاست وايي چې په لومړیو کې ۳۳ زره کورنۍ له شمالي وزیرستان څخه خوست ته کډه شوې وې خو یو شمیر یي بیرته خپلو اصلي سیمو ته وګرځیدل او لاهم ۸۵۰۰ کورني دغه ولایت کې میشتې دي.
خوست کې میشت کډوال وايي ځکه بیرته نه ستیږي چې د پاکستاني چارواکو لخوا خپلو سیمو ستنیدو ته نه پريښودل کیږي او د دغه هیواد بڼو په سیمه کې د کډوالو لپاره جوړ شوی کمپ ته استول کیږي.
دوې وايي کمپ کې د ژوندانه شرایط ښه نه دي، ښځې او نارینه په جلا جلا ځایونو کې لکه بندیان ساتل کیږي او بهر ته د تګ اجازه هم نلري.
همدارنګه د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ کال کې د دوې د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه خو افغان حکومت يي په غبرګون کې وویل چې د دوې بیرته ستنیدنه باید په داوطلبانه ډول ترسره شي.اوس افغان حکومت وايي چې د دوې د داوطلبانه ستنیدنې له پروسې ملاتړ ته ژمن دی.
دا لا معلومه نه ده چې له جګړو تښتیدلي دغه کډوال به څه وخت بیرته خپلو اصلي ټاټوبو ته وګرځي.