د هنګري ترانزیت مرکز د هنګري او صربستان پر پوله موقعیت لري. کرېډېت: پیکچر الاینز، فوتوشات، ولګي
د هنګري ترانزیت مرکز د هنګري او صربستان پر پوله موقعیت لري. کرېډېت: پیکچر الاینز، فوتوشات، ولګي

هنګري د یکشنبې په ورځ وویل چې د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره به د دغه هیواد سرحدي کمپونه د پناه غوښتونکو پر مخ وتړي. دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې د «دروازو» تر پرانېستل کېدو وروسته په زرګونو کډوال هڅه کوي ځانونه د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو ته ورسوي.

د هنګري د نشنلیست لومړي وزیر مشاور ګیورګ باکوندي ویلي: «موږ د یوې نامعلومې مودې لپاره به ترانزیت مرکزونو کې د [نویو] پناه غوښتونکو منل ځنډوو.»

نوموړي چې په یوه خبري غونډه کې یې خبرې کولې دا هم وویل: «موږ په دې اند یو چې د غیر قانوني کډوالو او کورونا ویروس ترمنځ اړیکه شته.»

هنګړي کې تر اوسه د کورونا ویروس کومه پېښه نه ده لیدل شوې.

د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ راهیسې هنګري له صربستان او کروېشیا سره پر ګډو پولو خنډونه جوړ کړي دي. د همدې کبله کډوال هنګري ته د ننوتلو لپاره اړ دي چې په لومړي سر د ترانزیت دوو مرکزونو ته ولاړ شي. د ترانزیت مرکزونه هغو کمپونو ته ویل کېږي چې کډوال پکې په کانتینرونو کې اوسېږي او شاوخوا یې اغزن سیمونه را تاو شوي دي. هلته د کډوالو د پناه غوښتنې دوسیې ارزول کېږي.

تر دې دمخه د بشري حقونو مدافع بنسټونو او اروپایي کمیسیون د هنګري پر ترانزیت مرکزونو تنقیدونه کړي. د هغوی په حواله دغه مرکزونه د «توقیف خونو» په شان دي او هلته کډوالو ته خواړه نه ورکول کېږي.

د انجوګانو په حواله دغو مرکزونو کې هره اونۍ یوازې څو تنه مهاجر منل کېږي. خو که چېرې دا ثابته شي چې دوی له صربستان او یونان څخه هنګري ته ورغلي دي نو دوسیې یې ردېږي.

د ګیورګي باکوندي په حواله اوسمهال ۳۲۱ کسان په دغو مرکزونو کې مېشت دي.

په همدې حال کې هنګریایي سازمان د هلسنکي کمیټې ویلي چې دغه ګام هنګري کې پناه غوښتنې ته لاسرسی منع کول بلل کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: اروپایي هیوادونه له ترکیې څخه یونان ته د تلونکو کډوالو په هکله څه دریځ لري؟ 

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې له تېرې جمعې را په دې خوا د ترکیې د پولو تر پرانېستل کېدو وروسته په زرګونو کډوال هڅه کوي د یونان له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.

ښاغلي باکوندي په دې هکله وویل: «هنګري خپلې دروازې نه پرانیزي او چا ته اجازه نه ورکوي چې دغه هیواد ته داخل شي.»

نوموړي زیاته کړه چې دوی به هنګري ته د مهاجرو د ننوتلو د مخنیوي لپاره خپل ځواکونه سرحدونو ته واستوي.

 

نورې ليکنې