له ایران څخه افغانستان ته د کډوالو له لارې د کرونا ویروس اندیښنې په داسې حال کې په ډیریدو دي چې په ګاونډ ایران کې د کرونا ویروس خپریدل د ډیریدو په حال دی.
د راپورونو له مخې دا مهال په ایران کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر ۷۷ تنو ته رسیدلي او ۲۳۳۶ تنه په دغه ویروس اخته شوي خو لاهم له ایران سره د افغانستان پوله خلاصه ده او هره ورځ زرګونه تنه دواړو هیوادونو ته تګ راتګ لري.
د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د شنبې په ورځ د کډوالو له لارې د ویروس انتقال مخنیوي د تدابیرو په موخه له ایران سره پر پوله نیمروز ولایت ته سفر وکړ.
فیروزالدین فیروز د خپل سفر پر مهال د کرونا ویروس په اړه د اندیښنې په څرګندولو له ایران څخه غوښتنه وکړه چې په ډله ایزه توګه دې د افغانانو له اخراج څخه ډډه وکړي.
د روغتیا وزیر وویل:«هره ورځ له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ زرو پورې افغانان له ایران څخه اخراجیږي چې د دوې ډله ایز اخراج د سترې اندیښنې وړ دی، له ګاونډي هیواد ایران څخه زما غوښتنه دا ده چې په ډله ایزه توګه دې افغانان نه اخراجوي ځکه دا د دواړو هیوادونو لپاره ستونزه رامنځ ته کوي.»
بل لورې ته بیا د کډوالو او راستنیدونکو چارو
وزارت وايي چې د دوې له هڅو سره سم اوس له دغه هیواد څخه د کډوالو د ایستلو کچه
راټیټه شوې.
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط عزیزي نن سه شنبه مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل:« په ایران کې د کډوالو اتشه له ایراني چارواکو سره د افغانانو د اخراج د مخنیوي په اړه د خبرو په حال کې دی، دوه ورځې وړاندې ۱۵۰۰ افغانان د هرات ولایت د اسلام قلعه پولې له لارې افغانستان ته راستانه شول چې له دې ډلې یوازې ۷۲ تنه يي اخراج شوي دي.»
په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ اداره ( OCHA) هم نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته د ویروس د انتقال په اړه اندیښنه څرګنده کړې.
دا مهال په افغانستان کې د دغه ویروس یوه مثبته پيښه تایید شوې او ۲۴ مشکوکي پیښې ثبت شوي دي.
د هرات د اسلام قلعه پولې تر څنګ د نیمروز د ابریښمو پولې له لارې هم هره ورځ زرګونه کډوال ایران ته تګ راتګ لري، اوس دغې پولې ته څیرمه د کرونا ویروس د تشخیص او درملنې لپاره یو ۵۰۰ بستریز روغتیايي مرکز جوړ شوی.
د کرونا ویروس له اندیښنو وروسته له پاکستان سره د کندهار ولایت د سپین بولدک پوله و تړل شوه خو له دغه هیواد سره بیا د تورخم پوله لا هم پرانیستې.
د یادولو ده چې ایران او پاکستان کې له ۵ میلونو ډیر افغانان میشت دي چې هره ورځ له زرګونه تنه د غو دوو ګاونډیو هیوادونو ته تګ راتګ لري.