له ویډیو څخه اخیستل شوی انځور: دغه کسان چې ښایي د یونان ساحلي سرتېري وي پر اوبو ډزې کوي
له ویډیو څخه اخیستل شوی انځور: دغه کسان چې ښایي د یونان ساحلي سرتېري وي پر اوبو ډزې کوي

د دوشنبې په ورځ ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوه چې ښيي ځینې کسان، چې ښایي د یونان ساحلي سرتېري وي، یوه کوچنۍ کښتۍ کې د سپرو کډوالو د ډارولو لپاره پر اوبو ډزې کوي. که څه هم ترکیې د یونان ساحلي ګارد د مهاجرو په ډارولو تورن کړی، خو یونان وایي چې پر چا یې ډزې نه دي کړې.

ترکي چارواکو تېره ورځ د مارچ ۲مه یوه ویډیو خپره کړه چې ښیي یوه نظامي کښتۍ، چې ښایي د یونان د ساحلي سرتېرو بېړۍ وي، یونان ته د تلونکو د کډوالو د یوې کښتۍ مخه نیسي. د انځورونو له مخې یوه سړي، چې تورې جامې یې اغوستې او هېلېنیک کوست ګارد کښتۍ کې سپور دی، دوه ځله پر اوبو ډزې کوي.

ویډیو کې دا هم لیدل کېږي چې دغه نظامي کښتۍ د کډوالو کوچنۍ بېړۍ ته نږدې کېږي او د سمندر څپې راپاروي. دغه راز یوه بله کښتۍ کې سپاره کسان د کډوالو بېړۍ ته نږدې کېږي او د مهاجرو د وهلو هڅه کوي.

دا ویډیو په داسې حال کې خپرېږي چې د ترکیې د پولو تر پرانیستل کېدو وروسته د یوناني او ترکي چارواکو ترمنځ رسنیزه جګړه روانه ده. ترکیه اروپایي ټولنه په دې تورنوي چې د مهاجرو د څپې د مخنیوي لپاره یې له ترکیې سره کافي مرسته نه ده کړې.

«یوناني سرتېرو پر چا ډزې نه دي کړې»

تېره ورځ ترکي چارواکو دا هم وویل چې یو سوریایی کډوال د ترکیې او یونان پر پوله د یو یونانی سرتېری له خوا وژل شوی دی. خو یونان دا خبره ردوي.

د ترکیې له خوا خپره شوې ویډیو ښيي چې د یونان ساحلي ځواکونو هڅه کړې چې د کډوالو هغه کښتۍ نسکوره کړې چې له ترکیې څخه یونان ته تللې وه.

د ترکیې ساحلي ګارد په یوه خبرپاڼه لیکلي: «د یونان ساحلي سرتېرو داسې مانورونه ترسره کړي چې هدف یې یونان ته تلونکې د کډوالو کښتۍ نسکورول وو.»

خو یوناني چارواکو دا خبره رد کړې. د یونان حکومت ویاند ستېلیوس پېتساس په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې یوناني سرتېرو پر هغو کسانو چې غوښتل یې په ناقانونه توګه دغه هیواد ته داخل شي ډزې نه دي کړې.

نوموړي له ټولو څخه غوښتنه کړې چې د ترکیې له خوا د خپرو شویو معلوماتو د بیا خپرولو پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي.

همدارنګه د یونان ساحلي ګارد یوه ویډیو خپره کړې چې ښيي سمندر کې د ترکي چارواکو یوه کښتۍ د کډوالو یوې کښتۍ ته نږدې درول شوې.

الارم فون وایي دا لومړی ځل نه دی چې...

په همدې حال کې د الارم فون په نامه ټېلېفوني پلټفورم وایي چې داسې پېښې تر دې مخکې هم رامنځ ته شوې دي. د یاد پلټفورم غړي موریس ستیرل کډوال نیوز ته وویل: «د معلوماتو پر بنسټ تر دې مخکې هم د یونان ساحلي سرتېرو پر مهاجرو ورته بریدونه کړي او کډوال یې په شا تمبولي.»

په تېرو څو ورځو کې د یونان په ټاپوګانو کې د کډوالو پر وړاندې مظاهرې ترسره شوې دي. دغه راز د کډوالو او پولیسو ترمنځ شخړې شوې او د لېسبوس ټاپو اوسېدونکو د یونان په خاوره کې د کډوالو کښتیو د لنګر اچولو مخه نیولې.

 

نورې ليکنې