د مارچ ۲مه: کډوال د لېسبوس ټاپو په سکالا سیکامیاس ټاپو کې. کرېډېټ: رویترز
د مارچ ۲مه: کډوال د لېسبوس ټاپو په سکالا سیکامیاس ټاپو کې. کرېډېټ: رویترز

تېره ورځ د یونان په لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو مدافع بنسټونو اعلان وکړ چې د ګواښونو له کبله خپل فعالیتونه ځنډوي او کارکوونکي یې له سیمې څخه باسي. دغه سازمانونه وایي چې له څو ورځو را په دې خوا «فاشیستي» ډلې پر دوی بریدونه کوي.

د یونان په لېسبوس ټاپو کې د ټولنیزو کارکوونکو حالت پیچلی دی. پرون سه شنبه د مارچ ۳مه د مهاجرو مدافع بنسټونو اعلان وکړ چې د «فاشیستي» ډلو د ګواښونو له کبله خپل فعالیتونه ځنډوي او خپل کارکوونکي له سیمې څخه باسي.

د ریفوکس سازمان بنسټګر دوګلاس هرمان د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «کله چې شپه رارسېږي، د موسسو د کارکوونکو او رضاکارانو پر وړاندې بریدونه کېږي.» ریفوکس هغه ټولنه ده چې لېسبوس ټاپو کې کډوالو ته کورسونه برابروي او اوس یې ۶ غړي له دې ټاپو نه د وتلو تیاری نیسي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: یونان: اژې سمندر کې یو ماشوم مړ شوی، لېسبوس ټاپو کې کړکېچن حالت

ښاغلي دوګلاس زیاته کړې: «اکثرو سازمانونو پرېکړه کړې چې خپل فعالیتونه وځنډوي. دغه راز دوی له خپلو کارکوونکو څخه غوښتلي چې له سیمې څخه ووځي.»  

د دوشنبې په شپه د بشري حقونو د څار بېړۍ مار لیبروم چې اژې سمندر کې فعالیت کوي اعلان وکړ، د «یوې فاشیستي ډلې» له خوا برید پرې شوی دی. دغه سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «دوی نارې وهلې. ګواښ یې را ته وکړ او و پر کښتۍ مو یې تېل واچاوه.»

بل پلو د کونکت بای موزیک ټولنې مشر ادریان کوک چې کډوالو ته د موسیقۍ کورسونه جوړوي ویلي چې د دې سازمان ټول رضارکاران اټن ته استول شوي دي.

«ځینې کسان له ځنځیرونو سره پر موټرونو برید کوي»

لېسبوس کې ځینې لارې تړلې دي. رپوټونه ښيي چې په تېرو څو ورځو کې پر موټرونو بریدونه شوي دي. د دوګلاس هرمان په حواله ځینې کسان چې په لاسونو کې یې ځنځیرونو لري پر موټرونو برید کوي.»

د فرانسې خبري اژانس د پولیسو د یوې سرچینې له قوله وایي چې پولیسو د څو پېښو په اړه پلټنې پیل کړې دي.

لېسبوس ټاپو د ترکیې ساحلي اوبو ته نږدې موقعیت لري. د فبرورۍ پر ۲۸مه د ترکیې «دروازو» تر پرانیستل کېدو وروسته لېسبوس ته د تازه رسېدونکو کډوالو په شمېر کې چټک زیاتوالی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې د یونان د ټاپوګانو اوسېدونکو له څه مودې راهیسې د کډوالو پر ضد مظاهرې کوي او په دغو سیمو کې یې شتون د امنیت، عامه روغتیا او توریزم لپاره ګواښ بولي.

 

نورې ليکنې