د ۲۰۲۰ د مارچ ۴مه: نن چهارشنبه د یونان یوه نظامي کښتۍ تازه رسېدونکو کډوالو ته د ځای ورکولو لپاره د لېسبوس ټاپو میتلېن بندر ته ورسېده. کرېډېت: رویترز، کوستاس بالتاس
د ۲۰۲۰ د مارچ ۴مه: نن چهارشنبه د یونان یوه نظامي کښتۍ تازه رسېدونکو کډوالو ته د ځای ورکولو لپاره د لېسبوس ټاپو میتلېن بندر ته ورسېده. کرېډېت: رویترز، کوستاس بالتاس

د رپوټونو په حواله نن چهارشنبه د یونان یوه نظامي بېړۍ د دغه هیواد د لېسبوس ټاپو میتیلېن بندر ته ورسېده. ټاکل شوې چې دې بېړۍ کې په سلګونو هغو مهاجرو ته ځای ورکړل شي چې د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته یې ځانونه یونان ته رسولي دي. په همدې حال کې مهاجر پلوه سازمانونه لېسبوس ټاپو کې د وضعیت د خرابېدو په هکله خبرداری ورکوي.

نن چهارشنبه د مارچ ۴مه نږدې ۴۰۰ کډوال، چې په ډله کې یې ماشوم لرونکې کورنۍ هم دي، د لېسبوس ټاپو میتلېن بندر کې راټول شوي وو.

اکثرو دغو کسانو یونان ته له رسېدو وروسته د لېسبوس ټاپو په هرکلي مرکزونو کې د ځای د نشتوالي او دغه راز د ځایي اوسېدونکو د اعتراض له کبله په موقتو کمپونو کې شپې تېرې کړې دي.

د فرانسې خبري اژانس د میتلېن د ساحلي ځواکونو مشر فوتیس ګاروفالیاس له قوله وایي: «داسې لارښوونه شوې چې ټول مهاجر باید راجسټر کړل شي، خو دلته د پناه غوښتنې ثبتولو امکان نشته. دوی به بیا [یوې بلې سیمې ته] انتقال شي. ټاکل شوې ده چې دغه پروسه نن پای ته ورسېږي.»

د یونان حکومت تېره یکشنبه اعلان وکړ چې له ترکیې څخه دغه هیواد ته د مهاجرو نوې څپې تر رسېدو وروسته د یوې میاشتې لپاره د نویو پناه غوښتونکو د راجسټرولو پروسه ځنډوي.

د یونان د یوې نظامي سرچینې په حواله څومره چې اړتیا وي تازه رسېدونکي کډوال په دغه بېړۍ کې پاتې کېدلی شي. سرچینې زیاته کړې چې بېړۍ په یو وخت د ۴۰۰ کسانو ظرفیت لري.

بل پلو لېسبوس کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي استرید کاستلین د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «دا بېړۍ د خلکو د هرکلي او ځای ورکولو لپاره جوړه شوې نه ده. نو ځکه موږ د خپلو ملګرو او انجوګانو په مرسته پر کډوالو بړستنې او توشکونه وېشو.»

خو د میتلېن د ساحلي ځواکونو مسول ویلي چې لېسبوس کې مېشتو مهاجرو ته په کښتۍ کې ځای نه ورکول کېږي.

د پولیسو او مهاجرو ترمنځ شخړې

د سه شنبې په ورځ د موریا کمپ سلګونه اوسېدونکي د یوې احتمالي کښتۍ د رسېدو په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته میتلېن بندر کې راټول شول.

یونان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې استازی بوریس چشیرکوف کډوال نیوز ته وایي: «دغو کسانو فکر کاوه چې د کښتۍ ټکټونه اخیستلی شي.» خو دا خبره سمه نه وه، نو ځکه پولیسو هڅه وکړه چې دوی په شا وتمبوي چې په پایله کې یې د پولیسو او مهاجرو ترمنځ شخړې جوړې شوې.

په همدې حال کې د یونان د ساحلي ّځواکونو مسول فوتیس ګاروفالیاس په دې اند دی چې ممکن نن هم ورته پېښې جوړې شي. «له یوې خوا موږ باید د خپلو سرحدونو ساتنه وکړو او له بلې خوا باید دلته خلک سمبال کړو.»

د هغه په خبره: «موریا یو خوټېدونکی دېګ دی. ښار کې پولیس او ساحلي ګارد د مهاجرو پسې ګرځي. دا یو ټاپو دی، [له ټاپوګانو څخه د یونان نورو سیمو ته] د کډوالو د انتقالولو لپاره باید د حل لاره وموندل شي.»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: پر انټرنټ خپره شوې ویډیو: د یونان ساحلي ځواکونو بېړۍ د کډوالو یوې کوچنۍ کښتۍ مخه نیسي

«موږ د امنیت د ښه کولو لپاره د حل لاره لټوو»

که څه هم نن چهارشنبه یاد بندر کې وضعیت یو څه ارام و، خو لېسبوس ټاپو کې عمومي حالت ښه نه دی. دغه ټاپو کې نږدې ۱۹۰۰۰ کډوال په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د ښاغلي چشیرکوف په خبره له څو اونیو راهیسې لېسبوس کې وضعیت مخ په خرابېدو دی. هغه زیاتوي چې تېره یکشنبه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې کارکوونکي له لفظي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوي. دغه راز د یکشنبې په ورځ سکالا سیکامینا ساحل کې د کډوالو یو مرکز ته اور واچول شو.

تېره ورځ د یونان په لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو مدافع بنسټونو اعلان وکړ چې د ګواښونو له کبله خپل فعالیتونه ځنډوي او کارکوونکي یې له سیمې څخه باسي. دغه سازمانونه وایي چې له څو ورځو را په دې خوا «فاشیستي» ډلې پر دوی بریدونه کوي.

د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته لېسبوس ټاپو کې د تازه رسېدونکو کډوالو په شمېر کې چټک زیاتوالی راغلی.

د یونان حکومت د شمېرو له مخې په تېرو څلورو ورځو کې نږدې ۱۷۲۰ مهاجرو د اژې سمندر له لارې ځانونه د یونان ټاپوګانو ته رسولي دي.  

تېره جمعه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې اروپا ته د تلونکو کډوالو پر مخ د خپل هیواد «دروازې» پرانیزي. د ترکیې حکومت له دغې پرېکړې وروسته په زرګونو کډوالو هڅې وکړې چې ځانونه یونان ته ورسوي.

 

نورې ليکنې