د سلوانیا پولیسو تېره ورځ وویل چې په یوه بار وړونکي اورګاډي کې یې ۳۰ مهاجر موندلي دي. دوی زیاته کړې چې واګون کې د اکسیجن د نشتوالي له کبله د دغو مهاجرو ژوند په خطر کې و.
موندل شوي کسان د افغانستان، سوریې او ایران اوسېدونکي دي چې په ډله کې یې یوه مېندواره ښځه او ۱۲ ماشومان هم شته.
دغه اورګاډی له صربستان څخه د سلوانیا په لور روان و او سره خاوره یې انتقالوله.
پولیسو ویلي دغه کسان یې په دوبوا بندر کې موندلي دي او درېو تنو ته یې روغتیایي خدمات برابر کړي.
دوی زیاته کړې چې یاد مهاجر د خاورې سره پوښل شوي وو او د اکسیجن د نشتوالي له کبله یې ژوند په خطر کې و.
د لا زیاتو معلوتو لپاره: سلوانیا: د مهاجرو ضد جانز جانسا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو
نن سبا ګڼ شمېر کډوال
هڅه کوٍي چې د بالکان هیوادونو له لارې ځانونه اروپایي ټولنې ته ورسوي. دا په داسې
حال کې چې د فبرورۍ پر ۲۸مه د ترکیې د پولو د پرانیستل کېدو وروسته په زرګونو نورو
مهاجرو هڅې وکړې چې یونان او بلغارستان ته داخل شي.
تر دې دمخه بالکان هیوادونو د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ په څېر د مهاجرو یوې نوې څپې په اړه اندېښنې ښودلې.