د ۲۰۲۰ د مارچ ۵مه: یونانی سرتېری د اوروس سیمې په ماراسیا کلي کې ګزمه کوي. کرېډېټ: رویترز، الکساندروس اورامیدېس
د ۲۰۲۰ د مارچ ۵مه: یونانی سرتېری د اوروس سیمې په ماراسیا کلي کې ګزمه کوي. کرېډېټ: رویترز، الکساندروس اورامیدېس

یوناني چارواکي وايي چې د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو راهیسې یې یونان ته د نږدې ۳۵۰۰۰ مهاجرو د ننوتلو مخه نیولې ده. تېره ورځ د یونان د کډوالو چارو وزیر وویل چې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې دغه هیواد ته رسېدلي کدوال له یونانه اخراجېږي.

که څه هم د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته په زرګونو کډوالو یونان ته د ورتګ لپاره هڅې وکړې، خو یوناني چارواکي وایي چې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې یې دغه هیواد ته د ۳۵۰۰۰ زره کډوالو د ننوتلو مخه نیولې او په شا یې تمبولي دي.

دا په داسې حال کې چې ترکیې نن پنجشنبه وویل چې له یونانه د کډوالو د «په شا تمبولو» د مخنیوي لپاره یې د دغه هیواد او د ترکیې ترمنځ د سرحدي سمندر په اوږدو کې ۱۰۰۰ سرتېري استولي دي. تر دې مخکې د یونان حکومت اعلان کړی و چې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې دغه هیواد ته رسېدلي کډوال اخراجوي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو نن پنجشنبه له سرحدي سیمې څخه د لیدنې پر مهال وویل: «د مریچ سمندر [اوروس] په اوږدو کې مو ۱۰۰۰ مسلکي او مجهز شوي سرتېري ګومارلي.» 

نوموړي تېره ورځ ویلي وو چې ترکیه د اروپا بشري حقونو محکمه کې له کډوالو سره د یوناني ځواکونو د تاوتریخجن چلند پر وړاندې شکایت ثبتوي.

ترکي چارواکي یونان په دې تورنوي چې ۱۶۴ مهاجر یې ټپیان کړي او نږدې ۵۰۰۰ کسان یې په شا تمبولي دي.

نن پنجشنبه کاستانیاس پوله کې وضعیت ارام دی او کډوال، چې ډېری یې افغانان او پاکستانیان دي، تر خیمو لاندې انتظار کوي.

د یونان حکومت سرچینو په حواله په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هیواد سرحدي سرتېرو یونان ته د کډوالو د ننوتلو د ۷۰۰۰ موردو مخه نیولې ده.  

 

نورې ليکنې