په آلمان کي زيات ناروغان د غړو اعانې ته په انتظار دي
په آلمان کي زيات ناروغان د غړو اعانې ته په انتظار دي

په اروپا کي مهاجر او ايتنيکي لږکۍ تر اوسط زيات د بدن د غړو د عطيې يا اعانې د اړتيا د ګواښ سره مخامخ دي. خو له دوی څخه ډېر کم خپل غړي اعانه کوي.

د آلمان د قانون له مخي صرف د هغو کسانو د مړيني وروسته د هغوی د بدن غړي اړتيا لرونکو ناروغانو ته عطيه/اعانه کيدلای سي چي مخکي له مخکي يې ځانونه د غړو د ورکوونکو په توګه ثبت کړي وي. البته د اروپايي اتحاديې په نورو غړو هيوادونو کي بېل اصول سته. د بېلګي په توګه په هالنډ او هسپانيه کي هر هغه وګړی چي له مړيني تر مخه يې په ليکلې بڼه د خپلو غړو د ورکړې مخالفت نه وي کړی، داسي شميرل کيږي چي ګواکي د مړيني وروسته د خپلو غړو په ورکړې راضي دی. په آلمان کي د دغه ډول اصولو رامنځ ته کولو هڅه په پارلمان کي لږ وخت تر مخه د اکثريت استازو له خوا و نه منله سوه. 

په آلمان کي له يو مليون اوسېدونکو څخه صرف ۱۱،۲ کسان د بدن د غړو اعانه کوونکي يا ورکوونکي دي. خو په هسپانيه کي د داسو کسانو شمېر څلور ځله زيات دی. په آلمان کي تېر کال ۹۳۲ کسانو خپل غړي اړينو ناروغانو ته ورکړي. په دغو غړو کي اکثريت يې پښتورګي، اينه، سږي، زړه او ورته غړي ول. اکسل رهمل د آلمان د غړو د عطيې د بنسټ (DSO) رئيس دی. نوموړی وايي چي «د هر غړي ورکړه حسابيږي او د يو ناروغ کس ژوند او مرګ تر فيصله کولای سي.»

په آلمان کي دمګړی ۹۵۰۰ داسي ناروغان سته چي بايد ورته د بدن نوي غړي ور جراحي کړل سي. خو ورته اړين غړي نسته. 

د بعضو مهاجرو له پاره حساسه موضوع

په آلمان کي هر هغه کس چي عمر يې تر ۱۶ زیات وي کولای سي چي ځان د بدن د غړو د اعانه کوونکي په توګه ثبت کړي. په دې ترڅ کي ټول هغه مهاجر چي په آلمان کي بيمه کيږي له هغوی څخه هم په بيمه کي د ثبتېدنې پر وخت دا پوښتنه کيږي چي ايا غواړي د مړيني په صورت کي يې اعضا اړينو مريضانو ته اعانه سي که نه. يو شمېر پناه غوښتونکي ښايي دغه پوښتنه ډېره غير عادي احساس کړي.
  
حوين جعفر د سوريې له حلب سيمي څخه آلمان ته رامهاجره سوې ده. دغه مېرمنه هم زښته حيرانه سوه، کله چي د بدن د غړو د اعادې په تړاو ورڅخه پوښتنه وسوه. دغې مېرمني و مهاجرنيوز/اينفو مايګرنټس ته د ۲۰۱۹ کال په دسمبر مياشته کي وويل چي د خپل بدن د غړو د اعانه کولو فکر په لومړي سر کي چاته ډېر عجب بريښي لکه
»خپل بدن چي يې نور پټ نه وي.« د هغې په وينا د مرګ موضوع په مجموع کي چا ته یو ډول د بيري احساس ورکوي. دغه مېرمنه زياتوي: »ټول انسانان په خپل عمل کي آزاد دي او چي زړه يې غواړي هغه کولای سي، خو په ما دي کار نه لري.«

د بلال په نوم يو بل پناه غوښتونکی هم
»په بشپړه توګه» د اعضاؤ د اعانې پر ضد دی. حتی په هغه صورت کي هم که په دغه اعانه د يو بل چا ژوند ژغورل کيدلای سي.

د سوريې مهاجرې آغلې محمود ځان د غړو د اعانې له پاره ثبت کړی/ شخصي انځور
د ميديه محمود (انځور) له پاره هم دغه پرېکړه آسانه نه وه چي ځان دې ته چمتو وښيي چي د اعضاؤ د اعانه کوونکي کس په توګه يې نوم ثبت کړل سي. دغې سوريايي مهاجرې د روغتيا د بيمې څخه يو ليک ترلاسه کړ چي پکښي دا پوښتل سوې وه چي ايا غواړي د خپلي مړيني په صورت کي خپل اعضا يا غړي اړينو کسانو ته اعانه کړي. خو آغلې محمود پرېکړه وکړه چي ځان د غړو اعانه کوونکي په توګه ثبت کړي او هغه په دې هيله چي ګواندي د هغې د مرګ وروسته د هغې اعضا د نورو انسانانو د ژوندي پاته کېدو سبب سي او هغوی ته نوی ژوند ورکړي. دا حتی د هغه وروسته چي د آغلې محمود زیاتو دوستانو ورته وويل چي هغوی به داسي کار ته زړه ښه نه کړي.

ميديه محمود وايي چي کله چي يې اړونده اسناد امضا کول نو دا هيڅ ورته مهمه نه وه چي اعضا يې مهاجر، آلماني، ماشوم يا مېرمني ته اعانه سي. هغې و مهاجر نيوز ته وويل: »ما صرف غوښتل چي د نورو د ژوند ژغورلو له پاره ممکنه اعانه کوونکې سم، بېله فرقه چي هغوی کوم د پوستکي رنګ، دين يا جنسيت لري.«

ميديه محمود په خپله ياده پرېکړه سره غوښتل د آلمان هيواد ته يو ډول مننه هم ووايي، چي د دې په وينا ورته ځای يې ورکړی دی.

د بدن د غړو اعانه او دين

د بدن د غړو د اعانې له پاره کار کوونکي فعالين هميشه پر دې ټينګار کوي چي د نړۍ يو لوی دين او مذهب هم د دې ممانعت نه کوي چي يو انسان د خپلي مړيني وروسته نورو اړينو ناروغانو ته خپل غړي اعانه يا عطيه کړي.

که کوم څوک په دې تړاو ډاډه نه وي چي ایا دين يې د اعضاؤ د اعانې اجازه ورکوي که نه، نو کولای سي چي د بېلګي په توګه د بريتانيې د ملي روغتیا د خدماتو پر پاڼه په دې تړاو په انګريزي ژبه معلومات تر لاسه کړي. دغه اداره پر ټولو وګړو ږغ کوي چي د خپلې کورنۍ سره هم دغه موضوع مطرح کړي او حتی په هغه صورت کي هم که په کورنيو کي دغه موضوع نامحبوبه او تابو وي.

ولي مهاجر د زیات ګواښ سره مخامخ دي؟

په داسي حال کي چی په خپله په آلمان کي د آلمان او اروپايي ټبره ناروغانو له پاره د بدن د غړو لويه تشه موجوده ده، په غير اروپايي ټبرونو پوري تړلو لږکيو کي د مريضانو له پاره دغه تشه حتی لا جدي ده. دا ځکه چي په زیاتو مواردو کي د دې چانسونه زیات وي چي دغه غير اروپايي مهاجر په جدي ناروغيو اخته وي او يا اخته سي. هغه په دې توګه چي حتی د بدن د غړو اعانې ته اړتيا پيدا کړي. د ۲۰۱۹ کال د يوې ناروېژۍ څېړني د پايلو پر اساس له دې کبله په مهاجر تر عامو کورني خلکو د دې ګواښ سره زیات مخامخ وي چي ناروغ او و نوي بدني غړي ته يې اړتيا پيدا سي.

په انګلستان او سکاټلنډ کي هغه کسان چي د افريقايي تورپوستي يا اسيايي لږکيو سره اړيکه لري، په زياته توګه د بدن د غړو د اړتیا د ګواښ سره مخامخ وي. دا په داسي حال کي چي بعضي دغو مريضانو ته د اروپايي ټبر سره تړاو لرونکو انسانانو بدني غړي اعانه کيدلای سي او د دوی بدن يې قبلوي، خو په زياتو نورو مواردو کي بيا د بېل شاليد لرونکي ټبر د بدن غړي بل ډول ټبري شاليد لرونکي کس ته نه سي ورجراحي کيدلای یا يې نصب کېدنه زیات وختونه بريالۍ نه وي. دا ځکه چي ورسره کمپاتيبل يا د بدن سره يې په طبي توګه عيار نه وي.په دې ترڅ کي د وينو د ګروپ او نورو څيزونو د یوشي والي تر څنګ د بدن د حجرو ورته والی او يو والی هم مهم وي.

که آلمان، ناروې، بريتانيه، متحده ايالات او که بل هيواد وي، هر څومره چي د بيلو شاليد لرونکو کسانو له خوا د بدن اعضا اعانه کيږي، هومره زيات د بريالي ترانسپلانت يا د جراحي له لاري د غړي بريالۍ نصب کېدنې تر سره کيدلای سي.

په آلمان کي د بدن د غړو د اعانې په تړاو مهم معلومات

 ـ د بدن اعضا خرڅول کيدلای او رانيول کيدلای نه سي. دا ډول رانيول او خرڅول ممنوع عمل، جرم او قابل سزا دی.

ـ هر چا ته وړانديز کيږي چي د اعضاؤ د اعانې له پاره د ځان ثبتونې له مخي د خپلي کورنۍ سره مشوره وکړي. که چا ځان ثبت کړی وي نو بهتره ده چي هميشه د ځان سره اړونده کارت وګرځوي. دغه کارت څوک کولای سي چي په آسانه توګه پر دغه لينک د ځانګړي فورمې د ډکولو په ترڅ کي ترلاسه کړي. خو د کارت لرل حتمي نه دي بلکه ستاسو له خوا د يوې امضا کول هم کفايت کوي.

ـ که تاسو ايچ آی وي يا سرطان لرئ، نو بيا ستاسو اعضا نه سي اعانه کيدلای. خو که نوري ناروغۍ لرئ نو ښايي بيا هم ستاسو اعضا د اعانې وړ وي.

ـ په آلمان کي د اعضاؤ د اعانې له پاره ځانګړی لاندنۍ معلوماتي مفته تليفون شمېره سته پر کومه چي څوک مشوره او معلومات ترلاسه کولای سي:  08009040400