د مارچ ۶مه: د لېسبوس ټاپو سکالا سیکامیاس ساحل ته نوی رسېدلی کډوال. کرېډېټ: رویترز، کوستاس بالتاس
د مارچ ۶مه: د لېسبوس ټاپو سکالا سیکامیاس ساحل ته نوی رسېدلی کډوال. کرېډېټ: رویترز، کوستاس بالتاس

‍د یونان دفاع وزارت وایي چې د روانې مارچ میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې اژې سمندر کې د لېسبوس او ساموس ټاپوګانو ترمنځ پر کښتۍ چلوونې محدودیتونه لګول شوي. د نوموړي په خبره دغه ګام یې د سمندر له لارې یونان ته د غیر قانوني کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره اخیستی دی.

د یونان د یوې دولتې سرچینې په حواله د فبرورۍ پر ۲۸مه د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته له ۱۷۰۰ ډېر مهاجر د دغه هیواد ټاپوګانو ته رسېدلي دي.

د یونان د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه محدودیت په ځانګړې توګه پر کوچنیو کښتیو وضع شوی، خو سند لرونکي تجارتي بېړۍ، د اروپا د پولې ساتنې اژانس یا فرانتکس او د ناټو کښتۍ ترې معافې دي.

د ترکیې د «دروازو» تر خلاصېدو وروسته فرانتکس په اژې سمندر کې خپل فعالیتونه ډېر کړي دي. تېره سه شنبه دغه سازمان وویل چې اژې سمندر ته یې نوي سرتېري او تجهیزات استولي دي. فرانتکس همدا راز د اروپایي ټولنې غړو او د شېنګن هیوادونو څخه غوښتي دي چې د پرسونل او تجهیزاتو په برخو کې ورسره مرسته وکړي.

تر ۴۰ ډېر مهاجر لېسبوس ته رسېدلي

د فرانسې خبري اژانس په حواله تېره ورځ د لېسبوس شمالي ساحل سکالا سیکامیاس ته د ۴۲ کډوالو یوه کښتۍ ورسېده چې پکې ګڼې افغانې کورنې هم وې. دوی هلته تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د کډوالو د نوې څپې مخکې هم لېسبوس کې وضعیت خورا پیچلی و. نن سبا له ۱۹۰۰۰ ډېر مهاجر د لېسبوس په موریا کمپ کې په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي، حال دا چې یاد کمپ یوازې د ۳۰۰۰ کسانو لپاره جوړ شوی دی.

په تېرو څو ورځو کې یونان ته نوي رسېدلي کډوال د ټاپوګانو په هرکلي مرکزونو کې د ځای د نشتوالي او د ځایي اوسېدونکو د مخالفت له کبله د اوسېدو ځای د نه لرلو له ستونزې سره مخ دي.

تېره چهارشنبه د یونان حکومت یوه بېړۍ د لېسبوس ټاپو میتلېن بندر ته واستوله چې د ۴۰۰ مهاجرو د ځایېدو ظرفیت لري.

همدا راز د یونان حکومت ویاند ستلیوس پېتساس د پنجشنبې په ورځ وویل چې په راتلونکي کې به دغه کسان له یونانه اخراجېږي.

 

نورې ليکنې