۴۳ کلن منیر له څو ورځو راهیسې د یونان او ترکیې پر پوله بند پاتې دی. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز
۴۳ کلن منیر له څو ورځو راهیسې د یونان او ترکیې پر پوله بند پاتې دی. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز

۴۳ کلن مراکشی مهاجر منیر یو له هغو کسانو دی چې وایي د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته یې ځان د ترکیې او یونان ګډې پولې ته ورساوه، خو پوله تړلې وه.

«زه تېر کال د کار لپاره ترکیې ته راغلم. ترکیې ته راتلل مراکشیانو ته اسان کار دی ځکه چې دوی ویزې ته اړتیا نه لري. استانبول کې مې په یوه ودانۍ کې کار کاوه. پر نورو کوچنیو کارونو هم بوخت وم. خو په میاشت کې مې معاش یوه ۳۰۰ یورو وې. زما معاش په مراکش کې هم همدومره و. زه ښځه او دوه ماشومان لرم چې په مراکش کې اوسېږي. نو ځکه مې معاش کافي نه و.

پولې ته نږدې شاوخوا ۲۰۰ مهاجر په دغه کمپ کې شپه سبا کوي. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز
کله چې مې د ترکیې د پولې د پرانیستل کېدو په اړه اطلاع ترلاسه کړه، د سرحد په لور روان شوم. سرویس ته مې ۴۰ یورو ورکړې او پولې ته مې ځان ورساوه. خو پوله تړلې وه! ترکي چارواکي موږ ته وایي چې [له پولې] واوړئ، خو یونانیان مو مخه نیسي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: زرګونه کډوال د یونان او ترکیې پر پوله ایسار پاتي

هڅه مې وکړه چې د مراکشیانو د یوې پنځه کسیزې ډلې سره له پولې څخه تېر شم، خو یونانیان مو مخه ونیوله. دوی له اوښکې بهوونکی ګاز څخه کار اخلي. یو ملګری مې ټپی شو او روغتون ته ولاړ.

یو ټپی شوی کډوال. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز
له نږدې یوې اونۍ راهیسې په ازاده هوا کې خوب کوو. له ډلې څخه مو یو تن بېرته استانبول ته ستون شو. خو زه نه نه غواړم چې ترکیه کې پاتې شم. هدف مې فرانسې یا بلجیم ته ځان رسول دي. کله چې ځوان وم، څو کاله مې په لییژ [بلجیم] کې تېر کړي. دا مې هیله ده چې بېرته هلته ولاړ شم.

 

نورې ليکنې