د مارچ ۶مه: یوناني پولیسو اوروس سیمه کې دغه پاکستاني کډوال نیولي. کرېډېټ: رویترز، الکساندروس اورامیدیس
د مارچ ۶مه: یوناني پولیسو اوروس سیمه کې دغه پاکستاني کډوال نیولي. کرېډېټ: رویترز، الکساندروس اورامیدیس

تېره ورځ ۱۶ سازمانونو اعلان وکړ چې د یونان او اروپایي ټولنې پر وړاندې شکایت ثبتوي. دوی یونان او اروپایي ټولنه پر دې تورنوي چې له ترکیې سره پر پوله یې د مهاجرو پر ضد له تاوتریخوالي کار اخیستی دی.

تېره ورځ ۱۶ مهاجر پلوه سازمانونو، چې په ډله کې یې میګروپ، سي واچ او لیګل سنټر لېسبوس هم دي، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ترکیې او یونان پر پوله د «مهاجرو او پناه غوښتونکو له حقونو سرغړونې» په هکله تر څېړنې وروسته د ترکیې او اروپایي ټولنې پر وړاندې شکایت ثبتوي.

دغو سازمانونو زیاته کړې چې د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو له خوا د مهاجرو پر ضد تاوتریخوالی د منلو نه دی.

«د سرغړونې بېلګې زیاتې دي»

په همدې حال کې د میګروپ ټولنې مشر شارل هلر کډوال نیوز ته وایي: «د سرغړونې بېلګې زیاتې دي. خو اصلي بېلګه یې له سرحد څخه د مهاجرو په شا تمبول دي.»

دغه سازمانونه د کډوالو پر ویناوو او همدا راز په هغې ویډیو استناد کوي چې ښيي د یونان ساحلي ځواکونو دغه هیواد ته د مهاجرو د یوې کښتۍ د ننوتلو مخه نیسي.

ښاغلی هلر زیاتوي: «کډوال د یونان له خوا په شا تمبول شوي. دوی یونان کې د پناه غوښتنه نه شي کولی. دغه هیواد کې همدا راز د نویو مهاجرو د راجسټرولو پروسه یونان کې د یوې میاشتې لپاره ځنډول شوې. دا د قانون خلاف پرېکړه ده.»

خو بل پلو یوناني چارواکي وایي چې د دوی دغه کار «په شا تمبول» نه نومېږي. د یونان حکومت یوې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دوی یونان ته د کډوالو «د ننوتلو مخنیوی» کوي.

د یوناني پولیسو تاوتریخوالی

یادو سازمانونو دا هم ویلي چې د یونان پولیسو د مهاجرو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی دی. د ښاغلي هلر په خبره د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده.

د ترکیې او یونان پر پوله یو افغان کډوال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «یوناني سرتېري زموږ پیسې او تېلېفونونه واخیستل. دوی زموږ د ملګرو پیسې او تېلېفونونه هم واخیستل.»

ځینې نور کډوال وایي چې د یونان سرتېرو د هغوی پر وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.

بل لور ته ترکیې ویلي چې درې مهاجر چې غوښتل یې اټن ته لاړ شي د یونان په خاوره کې وژل شوي دي. خو یوناني چارواکو دغه خبره رد کړې او زیاته یې کړې چې دا «جعلي خبر» دی.

اروپایي ټولنه «د یونان د تاوتریخوالي شریکه ده»

خو د یادو ټولنو شکایت یوازې د یونان پر وړاندې نه بلکې د اروپایي ټولنې پر ضد هم دی. د ښاغلي هلر په خبره اروپایي ټولنه «د یونان د تاوتریخوالي شریکه» ده او «یونان د اروپا سیاست پر مخ وړي.»

د ټولنو په خبره د اروپایي شورا مشر د یونان هڅې ستایلې او زیاته یې کړې چې دغه هیواد د «اروپا د سرحدونو ساتنه» کړې ده.

 

نورې ليکنې