د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې په یوه لارۍ کې یې ۵۶ کډوال موندلي او لاری چلوونکی یې د انساني قاچاقو له یوې شبکې سره د تړاو په تور نیولی دی.
دغه کسان تېره شنبه د یونان پولې ته نږدې د شمالي مقدونیې په ګېوجلیا ښار کې موندل شوی دی. د پولیسو په حواله لاری چلوونکی یو ۴۶ کلن مقدونیایی دی.
موندل شویو کې ۵۴ پاکستانیان او ۲ افغانان شته. ټاکل شوې ده چې دوی به په لومړي سر د ګیوجلیا توقیف خونې ته واستول شي او ورپسې یونان ته وشړل شي.
د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته شمالي مقدونیې له یونان سره پر ګډه پوله امنیتي ګزمې ډېرې کړې دي.
تېره ورځ د شمالي مقدونیې سرپرست لومړي وزیر اولیور سپاسوسکي وویل چې دوی دغه هیواد ته کډوالو د ورتګ مخه نیسي.
نوموړي زیاته کړه چې مقدونیې ته کډوالو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي ځکه چې دا په سیمه کې د ټولو هیوادونو ګډ دریځ دی.