کډوال د ادېرنې اډې په چمن کې. کرېډېت: مهدي شبیل
کډوال د ادېرنې اډې په چمن کې. کرېډېت: مهدي شبیل

د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو یوه اونۍ وروسته د دغه هیواد او د یونان پر ګډه پوله د ژوند شرایط خورا سخت شوي دي. ادېرنې سیمه کې ایسار کسان وایي چې غواړي له سیمې څخه ووځي.

لسګونو کډوالو د ادېرنې د موټرو اډې ته نږدې خپلې خیمې درولې دي. دا هغه کسان دي چې یونان ته د ورتګ لپاره یې ناکامې هڅې کړې دي.

دغه مهاجر له هغې وروسته د ادېرنې سیمې په لور روان شول چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فبرورۍ پر ۲۸مه د دغه هیواد د پولې د پرانیستلو اعلان وکړ. خو دوی اوس د دغې اډې په چمن کې ژوند تېروي.  

سوریایی ماشوم ردا یو له هغو کسانو دی چې له خپلو درېو وروڼو او خوېندو سره یو ځای تر یوې خیمې لاندې شپه سبا کوي. د نوموړي لاس سوځېدلی دی نو ځکه هغه ژاړي. د ردا مور هڅه کوي چې خپل زوی ارام کړي.

سوریایی ماشوم ردا تر خیمې لاندې ژاړې. کرېډېټ: مهدي شبیل
«یونان ته په ناقانونه طریقه داخلېدل ناممکن دي»

د دغې سوریایۍ کورنۍ مور هلا وایي: «درې ورځې کېږي چې دلته یو. موږ نه پوهېدو چې وضعیت دومره خراب دی.» دغه کورنۍ یونان ته د ورتګ لپاره د ترکیې له مرسین ښار څخه ادېرنې ته راغلې ده.

نوموړې زیاتوي: «نن یو سرویس راغی او موږ ته وویل چې سرحد ته ولاړ شو، خو هغه مهال مې مېړه غوښتل چې زوی مو روغتون ته یوسي. موږ نه غواړو چې په ناقانونه توګه له اوروس سمندر څخه تېر شو او ځانونه یونان ته ورسوو.»

د ادېرنې د موټرو په اډه کې وضعیت ارام دی. دلته یو سور لاری پر کډوالو سوپ او ډوډۍ وېشي. سیمه کې ترکي سرتېري هم د ګزمې په حال کې دي.

د هلال مېړه مودار وایي: «دا لومړۍ شپه ده چې موږ تر خیمې لاندې خوب کوو. ځینو مراکشي کډوالو موږ ته دغه خیمې راکړه. ما ویل چې نه یې غواړو، خو دوی ډېر ټینګار وکړ

دغه کورنۍ وایي چې څو ورځې نور هم انتظار باسي، خو که وضعیت همداسې پاتې شي، مرسین ته بېرته ستنېږي. دوی له ۲۰۱۳ راهیسې د ترکیې په مرسین ښار کې اوسېږي.

اډه کې یو لاری پر مهاجرو خواړه وېشي. کرېډېټ: مهدي شبیل
کډوال د پازورکالې له کمپه وځي

اډه کې مېشت مهاجر وایي چې ناامیده شوي دي. یوناني پولیسو ځینې کسان په شا تمبولي او ځینې نور کسان د ترکي داړه مارانو په لومو کې لوېدلي دي.

پازورکالې کې ایسار مهاجر وایي چې ترکي چارواکي له هغوی څخه ناوړه ګټه اخلي. دغې سیمې ته خبریالانو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي. 

په تېرو څو ورځو کې پازورکالې کې د کډوالو او یوناني مهاجرو شخړې او نښتې جوړې شوې دي.

هلته وضعیت دومره پیچلی دی چې بعضي وختونه کډوال د استراحت لپاره د ادېرنې د موټرو ادې ته راځي. د سوریایي کډوالو یوه ډله چې اوس په دغه اډه کې ده وایي چې پولیسو د سهار له خوا د هغوی پر وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.


دوی زیاتوي: «ترکان او یونانیان له موږ سره لوبه کوي. څوک د کډوالو په غم کې نه دي. موږ ستړي شوي یو.»

دغه ډله وایي چې څو ورځې نور هم په یاده اډه کې انتظار کوي، خو که وضعیت همداسې پاتې شي دوی استانبول ته بېرته ستېږي.

ابو محمد سوریایی دی. نوموړی ۸ ورځې مخکې د سوریې له پولې څخه تېر شوی او ځان یې ترکیې ته رسولی دی. هغه وایي چې له پولې څخه د تېرېدو په خاطر یې یو قاچاق وړونکی ته ۶۰۰ یورو ورکړې دي.

ابو محمد زیاتوي چې د اردوغان پرېکړې غافلګیر کړی دی. «زه پوهېږم چې یونان خپله پوله نه پرانیزي. استانبول ته بېرته ځم او د قاچاق وړونکي هدایت ته انتظار کوم. هغه وخت به بېرته راشم چې اوسنی وضعیت پای ته رسېدلی وي.»

 کډوال د ادېرنې سیمې د موټرو په اډه کې شپه سبا کوي. کرېډېټ: مهدي شبیل


* مستعار نومونه

 

نورې ليکنې