د مارچ ۷مه: د یونان لېسبوس ټاپو ته نوي رسېدلي کډوال. کرېډېت: رویترز، کوستاس بالتاس
د مارچ ۷مه: د یونان لېسبوس ټاپو ته نوي رسېدلي کډوال. کرېډېت: رویترز، کوستاس بالتاس

نن دوشنبه د المان حکومت اعلان وکړ چې د اروپایي ټولنې د «رضاکارو» دولتونو څخه جوړه شوې یوه ډله غواړي چې د بشردوستانه دلایلو په خاطر د یونان په ټاپوګانو کې ایسارو ۱۵۰۰ ماشومانو ته پناه ورکړي.

المان دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې اټکل کېږي نن د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردوغان د اروپایي ټولنې له مشرانو سره د خبرو اترو په موخه بروکسل ته ورشي.

د المان حکومت زیاته کړې چې نن سبا د اروپایي ټولنې د رضاکارو هیوادونو یوه ډله دغو ماشومانو ته د پناه ورکولو لپاره د یوې بشردوستانه حل لارې په لټه کې ده.

تر اوسه د دغو «رضاکارو» هیوادونو نومونه نه دي په داګه شوي.

تېره ورځ د المان د محافظه کارو او سوسیال ډموکراتو ګوندونو اعلان وکړ چې دوی یونان سره د ملاتړ په خاطر چمتو دي چې د دغه هیواد له ټاپوګانو څخه ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ ماشومان ومني.

دوی زیاته کړې چې ناروغو او بې سرپرستو ماشومانو ته لومړیتوب ورکوي. همدا رنګه هغو ماشومانو ته هم لومړیتوب ورکول کېږي چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو څخه ټیټ وي. د دوی په خبره د دغو ماشومانو له ډلې څخه ډېرۍ به یې نجونې وي.

له څو ورځو راهیسې د المان د کېڼ اړخې ګوندونه ټینګار کوي چې المان او اروپایي ټولنه دې هغو ماشومانو ته پناه ورکړي چې یونان کې دي او یا د یونان او ترکیې پر ګډه پوله ایسار پاتې دي.

خو بل پلو د انګلا مرکل د محافظه کار ګوند ځینې چارواکي وایي چې دا کډوالو ته د شین څراغ ښودل دي او مانا به یې دا وي چې المان دوی ته ښه راغلاست وایي.

المان د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال له یو میلیون ډېرو مهاجرو ته پناه ورکړې وه.

د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته په زرګونو کډوال هڅه کوي چې د دغه هیواد له لارې ځانونه یونان ته ورسوي.

تېره پنجشنبه یوناني چارواکو اعلان وکړ چې د فبرورۍ له ۲۹مې راهیسې تر ۱۷۰۰ ډېر کسان د یونان ټاپوګانو ته رسېدلي چې په ډله کې یې ماشومان هم دي.

د یو بل خبر له مخې د ترکیې ولسمشر د دغه هیواد ساحلي ځواکونو ته امر کړی چې اژې سمندر څخه د کډوالو د تېرېدو مخه ونیسي. د ترکیې ساحلي ګارد په حواله ترکیه له دغه هیواد څخه د کډوالو د وتلو مخه نه نیسي، خو د ګواښونو له امله د هغوی د سمندري سفرونو مخنیوی کوي.

 

نورې ليکنې