اژې سمندر کې د کډوالو یوه کښتۍ. کرېډېت: رویترز
اژې سمندر کې د کډوالو یوه کښتۍ. کرېډېت: رویترز

د ډنمارک یوې ګزمه کوونکې بېړۍ، چې اژې سمندر کې د اروپا د څارنې ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي ، ترکیې ته د کډوالو د یوې ډلې د بېرته استولو څخه ډډه وکړه. د دغې بېړۍ قومندان ژغورل شوي کسان د یونان کس ټاپو کې ښکته کړي دي.

د ډنمارک یوې ګزمه کوونکې بېړۍ، چې د یونان او ترکیې ترمنځ په اژې سمندر کې عملیاتونه ترسره کوي، ترکیې ته د کډوالو د یوې ډلې د بېرته استولو څخه ډډه کړې. 

دغه بېړۍ د پوسیدون عملیاتو په چوکاټ کې فعالیت کوي چې فرانتکس یا د اروپا د پولې ساتنې اژانس له خوا اداره کېږي.

د فرانتکس د ډنمارک څانګې مشر جنز مولر د دغه هیواد خبري اژانس دي ار ته ویلي، یادې کښتۍ اژې سمندر کې د ۳۳ کډوالو تر ژغورنې وروسته د پوسیدون قومندانۍ امر ترلاسه کړ چې ویل یې ژغورل شوي کسان بېرته د هغوی بېړۍ کې سپاره کړي او د یونان له اوبو څخه یې لېري کړي.  

کډوال د یونان په کس ټاپو کې ښکته کړل شول

خو د بېړۍ قومندان د پوسیدون قومندانۍ د امر له منلو ډډه وکړه. د جنز مولر په حواله نوموړی په دې اند و چې «دا کار به د کډوالو ژوند په خطر کې واچوي.»

ژغورل شوي کسان د یونان په کس ټاپو کې ښکته شوي دي.

د ډنمارک د دفاع وزیر ویلي چې د بېړۍ قومندان د پرېکړې ملاتړ کوي.

د یونان د رسمي شمېرو له مخې د فبرورۍ پر ۲۸مه د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته تر ۱۷۰۰ ډېر کډوال د یونان ټاپوګانو ته رسېدلي دي.

 

نورې ليکنې