ډسمبر ۲۰۱۹: ساموس ټاپو کې د کډوالو لوی کمپ. کرېډېټ: شریف بيبي، کډوال نیوز
ډسمبر ۲۰۱۹: ساموس ټاپو کې د کډوالو لوی کمپ. کرېډېټ: شریف بيبي، کډوال نیوز

په تېرو څو ورځو کې یونان ته د ګڼو مهاجرو تر رسېدو وروسته دغه هیواد وایي چې غواړي د یونان په پلازمېنې اټن او شمالي سرېس سیمه کې دوه نوي کمپونه جوړ کړي.

د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتس میتراچي ویلي چې هیواد یې غواړي له ترکیې څخه د نویو رسېدلو کډوالو لپاره دوه نوي کمپونه جوړ کړي. نوموړي زیاته کړې چې دا تصمیم وروسته له هغې نیول شوی چې ترکیه د مهاجرت په سیاست کې بدلون راوستلی.

ښاغلي میتراچې تېره شنبه یوناني ټلویزیون سکای سره په خبرو کې وویل: «دغه دواړه کمپونه به تړلي کمپونه وي او اټن او شمالي سیمه سرېس کې به جوړ شي.» د نوموړي په خبره دغه کمپونه به د ۱۰۰۰ کډوالو ظرفیت لري.

«موږ د خپلو هیوادوالو ملاتړ ته اړتیا لرو»

په همدې حال کې د یونان په شمالي برخه کې د سرېس ښاریان د حکومت د دغې پرېکړې پر وړاندې مظاهرې کړې دي.

خو د یونان د کډوالو چارو وزیر ویلي: «موږ د خپلو هیوادوالو ملاتړ ته اړتیا لرو.» نوموړې زیاته کړې چې چارواکي ټولو مهاجرو ته اجازه نه شي ورکولی چې ټاپوګانو کې پاتې شي.

په تېرو څو ورځو کې ۱۷۰۰ کسانو ځانونه یونان ته رسولي دي.

د ښاغلي میتراچي په خبره ټاکل شوې چې یادو کمپونو کې هغو کډوالو ته ځای ورکړل شي چې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې یونان ته رسېدلي دي.

د یونان د رسمي شمېرو له مخې د فبرورۍ له ۲۹مې راهیسې تر ۱۷۰۰ ډېرو مهاجرو ځانونه د یونان لېسبوس او نورو ټاپوګانو ته رسولي دي. اوسمهال په دغو ټاپوګانو کې تر ۳۸۰۰۰ ډېر کډوال ژوند کوي.

 

نورې ليکنې