د ترکي سرتېري په شا تمبول شوي کډوال د ازونکوپرو تېل اسټېشن ته انتقالوي. کرېډېټ: مهدي شبیل
د ترکي سرتېري په شا تمبول شوي کډوال د ازونکوپرو تېل اسټېشن ته انتقالوي. کرېډېټ: مهدي شبیل

د فبرورۍ پر ۲۸مه د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته په زرګونو کډوالو ځانونه د یونان او ترکیې ګډې پولې ته رسولي دي. خو د دغو مهاجرو برخلیک نامعلوم دی. کډوال نیوز له سیمې څخه رپوټ ورکوي.

فلسطیني کډوال سامي له اوروس سمندر نه تر تېرېدو وروسته خپل بوټونه، جامې او ټېلېفون له لاسه ورکړي دي. دغه ۲۰ کلن کډوال وایي چې یوناني پولیسو د ده ټول شخصي شیان اخېستي دي.

سامي اوس په یوه لیکه کې ولاړ دی او غواړي چې د شپې لپاره ځان ته نوي بوټونه او بړستن ترلاسه کړي. نوموړی د شاخوا سلو نورو مهاجرو په څېر چمتو دی چې د ترکیې د ازونکوپرو په یوه سټېشن کې شپه سبا کړي. دغه تېل سټېشن د ترکي چارواکو له خوا د مهاجرو پر ناقانونه مرکز بدل شوی دی.

تېل سټېشن ته د سرویسونو او موټرو تګ راتګ ښيي چې انقره یونان ته د کډوالو د ننوتلو په برخه کې مهم رول لري.

سامي کډوال نیوز ته وایي چې ترکي پولیسو د کډوالو یوه ډله دغې سیمې ته انتقال کړه او غوښتل یې چې دوی له سمندره تېر شي. کله چې یوناني سرتېرو دغه ډله په شا وتمبوله، ترکي سرتېرو په یوه نظامي لارۍ کې د دغو کسانو هرکلی وکړ او د ازونکوپرو تېل سټېشن ته یې واستول.


د سوریایي کډوالو یوه بله ډله دا خبره تاییدوي.

د سوریې د ادلب سیمې اوسېدونکې حیا وایي چې د ترکي چارواکو له خوا برابر شوي سرویس کډوال اوروس سمندر ته نږدې انتقال کړي. دوی تر ونو لاندې شپه سبا کړه او بیا ترکي چارواکو هغوی ته وویل چې له سمندره د تېرېدو په خاطر په یوه بېړۍ کې سپاره شي.

حیا زیاتوي: «خو له سمندره تر تېرېدو وروسته یوناني پولیسو موږ ونیولو او تلاشي یې کړو. د ښځو سینه بندونه یې تلاشي کړل. دوی بیا ترکیې ته وشړلو.»


پولیسو سرحدي سیمه بنده کړې

حیا وایي چې له ۴ ورځو راهیسې دغه سیمه کې انتظار باسي. نوموړې غواړي چې یو ځل بیا له سرحده تېر شي. خو ازونکوپرو کې مېشت مهاجر نه شي کولی چې پخپله له سرحده د تېرېدو هڅه وکړي.

کله چې یو سرویس تېل سټېشن ته راشي، ټول مهاجر د سرویس په لور روانېږي. د عراق د بغداد ښار یو اوسېدونکی وایي: «نن دوی موږ یونان ته نه بلکې استانبول یا انقرې ته بوځي.»

دغه سرحدي سیمه له هغو دولتي کارکوونکو څخه ډکه ده کوم چې په شخصي کالیو کې تګ راتګ کوي او غواړي چې له خبریالانو څخه پټ یونان ته د کډوالو د ننوتلو زمینه برابره کړي. د همدې وجه خبریالان ځینو سیمو لکه الیبي ته نه شي تللی.

امنیتي ځواکونو – شخصي کالي درلودونکي ژاندارم، د خلکو د تګ راتګ مسول پولیس، سرتېري – دغه سیمه بندولې ده.


«د کډوالو له ډلې څخه ۹۰ سلنه یې په شا تمبول کېږي»

بل پلو ترکی سرویس چلوونکی احمد کډوال نیوز ته وایي: «نن ما ۵۵ مهاجر الیبي ته انتقال کړل. هلته ګڼ شمېر نور کسان هم وو.» نوموړی له درېو ورځو راهیسې د کډوالو د انتقالولو دنده لري او د شپې له خوا یوازې څو ساعتونه خوب کوي.

احمد زیاتوي: «زموږ پولیس د شپې له خوا کډوالو سره مرسته کوي چې له سرحده تېر شي، خو یوناني سرتېري دوی بېرته ترکیې ته شړي. زما په اند د کډوالو له ډلې څخه ۹۰ سلنه یې بېرته په شا تمبول کېږي. خو وضعیت یې ډېر خراب دی. زما په بس کې داسې کسان هم وو چې یو نېکر یې درلود او بس.»

نوموړی دغه راز د مهاجرو د اوږدو سفرونو په هکله خبرې کوي او وایي چې د ترکیې د کډوالۍ وزارت د دغو سفرونو پیسې برابرې کړې دي. د ده په خبره ۱۴ سرویسونو افغان کډوال له ارزروم څخه دغې سیمې ته انتقال کړي دي.

خو ډېری کډوال نه شي کولی چې له پازورکالې یا د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد څخه تېر شي.


دغه کسان د سیمي جالونو تر شا راټول شوي او کله ناکله د دوی او د یوناني پولیسو ترمنځ شخړې رامنځ ته کېږي. رسنۍ سیمې ته د ننوتلو اجازه نه لري.

د ترکیې د اپوزیسیون استازی او ترکي پارلمان کې د بشري حقونو کمېسیون غړی عمر فاروق ګېرګېرلیوګلو چې سیمې ته راغلی په دې اند دی چې دغه وضعیت د باور وړ نه دی.

هغه کډوال نیوز ته وایي: «ترکیه کې پولیس د مظاهره کوونکو د ټیټ او پرک کولو لپاره په ډېره چټکۍ سره عمل کوي. خو پازارکولې کې دوی یوازې کډوال له جالي سیمو څخه لېرې کوي.»

عمر فاروق زیاتوي: «ما له ځایي چارواکو سره خبرې اترې درلودلې. خو څوک د د دولت له خوا خپره شوې د کډوالو پر رسمي شمېره باور نه لري. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت دغه شمېره خپره کړې او ټول خلک یې تکراروي... د ترکیې حکومت له کډوالو څخه ناوړه ګټه اخلي.»

داسې ګومان کېږي چې د ترکیې استراتژي دوه عناصر لري: پازارکولې کې د زرګونو کډوالو راټول او د هغوی له لارې پر یونان او اروپایي ټولنې باندې فشار اچول.

«یوه چټله سیاسي لوبه»

د یادولو ده چې ګڼو کډوالو پخپله ځانونه د ترکیې او یونان ګډې پولې ته رسولي دي. ځینې نور کسان هم مخکې له مخکې په دغه سیمه کې ول.

د اپسالا او ادېرنې په مسیر کې د کډوالو ځینې لس کسیزې ډلې لیدل کېږي. دوی افغانان، سوریایان یا سومالیایان دي او د یونان د پولې په لور حرکت کوي.


ادېرنې کې ځینو کسانو یو کوچنی کمپ جوړ کړی. خو په دغه کمپ کې مېشت کسان فکر کوي چې اروپا ته رسېدل اسان کار نه دی. سوریایی کډوال طارق یو له هغو کسانو دی چې له مرسین څخه دلته راغلی او ښځې او درې ماشومان یې ورسره دي. نوموړی هم وایي چې د ترکیې له لارې اروپا ته رسېدل خورا سخت دی.


* مستعار نومونه

 

نورې ليکنې