جولای ۲۰۱۶، اشرف غني او عبدالله عبدالله. کرېډېټ: رویترز
جولای ۲۰۱۶، اشرف غني او عبدالله عبدالله. کرېډېټ: رویترز

له طالبانو سره د امریکا د خپلمنځي تړون تر لاسلیکېدو وروسته د افغانستان سیاسي وضعیت پیچلی شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې کابل کې تېره ورځ اشرف غني په ارګ او عبدالله عبدالله په سپیدار ماڼۍ کې د ولسمشرۍ لوړې وکړې. کډوال نیوز له ځینو بهر مېشتو افغانانو څخه د د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت په هکله د هغوی نظرونه پوښتي دي.

دوحه کې د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې اټکل کېږي چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو پروګرام پیل کړي. بل پلو طالبانو ویلي چې پر امریکایانو برید نه کوي او نړیوالې ترهګرې ډلې نه پرېږدي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالاتو، د هغوی متحدینو او نورو هیوادونو ته ګواښ جوړ کړي.  

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مارچ ۹مه د افغانستان پلازمېنه کابل کې اشرف غني او عبدالله عبدالله په جلا جلا ډول د ولسمشرۍ لوړې وکړې. که څه هم د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ښاغلی غني د ۲۰۱۹ د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړی و، خو عبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسیون دا پرېکړه د ډموکراسۍ پر وړاندې «کوډتا» بللې وه.

کډوال نیوز افغانستان کې د اوسني وضعیت په هکله له ځینو بهر مېشتو افغانانو سره خبرې کړې او پوښتي یې دي چې دا وضعیت د مهاجرو پر ژوند څه اغېزې لرلی شي.  

ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو د همغږۍ ټولنې مشر علي حکمت

سیاسي وضعیت او له طالبانو سره هوکړه

«د ملي یووالي حکومت د جوړېدو پر مهال مو هم دا ګومان درلود چې دا به د افغانستان په ګټه نه وي. اوس ګورو چې دغه ګومان سم و. له تېرو پنځو کلونو راهیسې افغانستان کې امنیتي او سیاسي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی. ګڼ شمېر کسان د افغانستان دننه بې ځایه شوي. زیات شمېر کسان هم نورو هیوادونو ته مهاجر شوي. د دغې تجربې په پام کې نیولو سره ویلی شو چې د اوسني وضعیت پایله به هم همداسې وي او امنیتي وضعیت به نور هم خراب شي.

موږ له سولې سره موافق یو، له هر چا سره چې وي. خو که د طالبانو په دریځ کې بدلون را نه شي، افغانستان کې امنیت نه راځي. دوی باید په حکومتي چارو کې، د ښځو حقونو په برخه کې او دغه راز د اسلامي قواعدي په هکله نرم دریځ ولري.»

پر کډوالو یې اغیز

«زما په اند بین الافغاني خبرې اترې به ډېر وخت ونیسي. ممکن چې په دې ترڅ امنیتي وضعیت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نور هم خراب شي. د دغه وضعیت اغېز به دا وي چې نور افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شي. ځینې کسان هم ممکن ګاونډیو هیوادونو او یا اروپایي هیوادونو ته کډه وکړي. دا امکان هم شته چې هغه افغانان چې په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند کوي اروپا ته د ورتګ لپاره هڅې وکړي. بله خبره دا ده چې افغانستان ته د مهاجرو د بېرته ستنېدو امکان کمېږي.»

مجید افغانمل، یونان

سیاسي وضعیت او له طالبانو سره هوکړه

«زه فکر کوم چې امریکا افغانستان ته سوله نه راولي. سوله د افغانانو په لاس کې ده. افغان ولس باید له یو بل سره سوله وکړي. د اوسني وضعیت په اړه باید ووایم چې زما په نظر یوازې د ټاکنو کمېسیون پرېکړه د منلو وړ ده. افغان چارواکي باید د کمېسیون د پرېکړې درناوی وکړي.

بل پلو طالبان باید له افغانانو سره خبرې وکړي نه له امریکایانو سره. دغې خبرې اترې باید د افغانستان دننه ترسره شي نه په بهرنیو هیوادونو کې.»

پر کډوالو یې اغیز

«که اشرف غني ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړي او که ملي سوداګر دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او هلته کارخانې جوړې کړي، نو ښایي د افغان مهاجرو په شمېر کې کموالی راشي. خو که داسې و نه شول، ممکن چې افغانستان کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي او ګڼ شمېر کسان نورو هیوادونو ته کډه وکړي.»

فریدون، فرانسه

سیاسي وضعیت او له طالبانو سره هوکړه

«که د طالبانو په دریځ کې بدلون راشي، موږ له هغوی سره کوم مخالفت نه لرو. خو که چېرې دوی د پخوا په شان سخت دریځ ولري، دا د منلو وړ نه دی.

زه د افغانستان اوسني سیاست وضعیت ته خوشبین نه یم. تېره ورځ افغانستان کې دوو کسانو لوړې وکړې، اشرف غني په ارګ کې او عبدلله عبدالله په سپیدار ماڼۍ کې. ډېر د تعجب ځای دی چې په یوه هیواد کې واک د دوو ولسمشرانو په لاس کې وي. اوس زه نه پوهېږم چې کوم یو به یې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

زما کورنۍ په افغانستان کې اوسېږي. دوی هم وایي چې اوسني حالت ته خوشبین نه دي.»

پر کډوالو یې اغیز

«زموږ ولسمشر تر دې مخکې هم اروپا ته راغلی و او له اروپایانو سره یې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو تړون لاسلیک کړی و. ده افغانانو ته ډاډ ورکړی و چې افغانستان کې ځوانانو ته د کار زمینه برابروي. خو موږ ولیدل چې نه یوازې ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه شوه بلکې نور کسان هم اروپا ته مهاجر شول. زه خو د اوسني وضعیت په اړه خوشبین نه یم او فکر کوم چې ممکن وضعیت نور هم خراب شي.»

 

نورې ليکنې