د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو ادارې د شمېرو له مخې دغه نظامي بېړۍ کې نږدې ۵۱۰ کسان بند پاتې دي. کرېډېټ: رویترز
د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو ادارې د شمېرو له مخې دغه نظامي بېړۍ کې نږدې ۵۱۰ کسان بند پاتې دي. کرېډېټ: رویترز

له ۶ ورځو راهیسې د یونان د لېسبوس ټاپو په میتلېن بندر کې نږدې ۵۱۰ مهاجر په یوه نظامي بېړۍ کې «بند» پاتې دي. دغه کښتۍ کې سپاره کډوال، چې په ډله کې یې ګڼې کورنۍ هم دي، پر مځکه خوب کوي او د سر او ځان منځلو امکاناتو ته لاسری لري. کډوال نیوز رپوټ ورکوي.

له شپږو ورځو راهیسې میتلېن بندر کې د یونان حکومت یوه نظامي بېړۍ لیدل کېږي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په دغه کښتۍ نږدې ۵۱۰ مهاجر د نامعلومې مودې لپاره په خورا سختو شرایطو کې ایسار پاتي دي.

۳۳ کلن یمنی مهاجر سالم* چې د مارچ پر لومړۍ نېټه لېسبوس ته رسېدلی کډوال نیوز ته وایي: «کښتۍ کې وضعیت خورا سخت دی. دلته د زندان په شان دی. موږ کافي خواړه نه لرو.»

که څه هم تر دې دمخه ځینو رسمي سرچینو ویلي وو چې دغه کسان د یونان شمالي سیمې ته انتقالېږي، خو تر اوسه پورې بېړۍ په بندر کې ولاړه ده. یونان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر استرید کاستلین کډوال نیوز ته وایي: «موږ نه پوهېږو چې دا بېړۍ به کله حرکت وکړي او چېرته به ولاړه شي.»

بل پلو لېسبوس کې ازاده خبریاله ارېن ساویو کډوال نیوز ته وایي چې بندر کې یوناني سرتېري هم د بېړۍ د مسیر په هکله معلومات نه لري.

دغو کسانو د مارچ له لومړۍ تر ۴مې له هغې وروسته ځانونه د یونان لېسبوس ټاپو ته ورسول چې د ترکیې ولسمشر د فبرورۍ پر ۲۸مه د دغه هیواد د پولې د پرانیستلو اعلان وکړ.

تر دې دمخه یونان ویلي وو چې د یوې میاشتې لپاره د نویو مهاجرو د راجسټرولو پروسه ځنډوي.

د استرید کاستلین په خبره کښتۍ کې سپاره کسان «د بندیانو په شان دي» او د پناه غوښتنې د وړاندې کولو اجازه نه لري.

«د مارچ له لومړې نېټې راهیسې مې نه دی حمام کړی»

دغه کښتۍ کې سپاره کسان، چې په ډله کې یې ګڼې کورنۍ هم دي، د افغانستان، سوریې، فلسطین، عراق، کانګو، انګولا او کامرون دي. دوی د کښتۍ په یوه لویه خونه کې، چې په اصل کې د سرتېرو او نظامي تجهیزاتو د انتقالولو لپاره جوړه شوې، پر وچه ځمکه خوب کوي. یو کانګویی مهاجر کډوال نیوز ته وایي: «موږ د حیواناتو په شان خوب کوو.»

په دې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وایي چې سپرو کسانو ته یې توشکونه، بړستنې، ماشومانو لپاره شیدې او نور امکانات برابر کړي.

د ځینو سرچینو په حواله دغه بېړۍ کې زیات شمېر ماشومان - نوې زېږېدلي او یا بې سرپرسته -، ناروغ مهاجر او مېندوارې ښځې هم شته.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: یونان وایي چې له ترکیې څخه د نویو رسېدلو مهاجرو لپاره دوه نوي کمپونه جوړوي

بله ستونزه: کښتۍ کې د ځان منځلو لپاره امکانات نشته. سالم وایي: «ما د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې نه دی حمام کړی.»

کښتۍ کې دغه راز کافي تشنابونه هم نشته. خو استرید کاستلین وایي چې د دې ستونزې د هوارولو لپاره بندر کې ځینې کیمیایي تشنابونه نصب شوي. نوموړی زیاتوي چې کډوال حق لري له کښتیه ښکته شي خو یوازې په یوه مشخص زون کې تګ راتګ کولی شي. «بندر کې د عامو خلکو لپاره هم تشنابونه شته، خو د کیمیایي تشنابونو د جوړولو هدف دا و چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره کډوال له ځایي اوسېدونکو څخه لېرې وي.»

په تېرو څو اونیو کې لېسبوس ټاپو کې د کډوالو، خبریالانو او بشردوستانه کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼې پېښې لیدل شوې دي.

سالم او د سوریایي او فلسطیني کډوالو یوه ډلې د نه خوړو اعتصاب کړی. سالم په دې هکله وایي: «پولیس کښتۍ ته راغلل او موږ ته یې وویل چې دوی به ۵ ورځې وروسته موږ اټن او سرېس ته انتقالوي. خو دا خبره تایید شوې نه ده.»

«د ازادۍ حق سلبول»

بل پلو د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې د یونان حکومت دغه کار د مهاجرو د «ازادۍ حق سلبول» بلل کېږي. د دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې راغلي: «د یونان دا پرېکړه چې په پایله کې یې ۴۵۰ کسان په یوه نظامي بېړۍ کې بندي شوي او د پناه غوښتنې د وړاندې کولو حق نه لري، د اروپایي او نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.»

د یاد سازمان مشر بل فرېلک زیاته کړې چې یونان باید پر خپل سیاست بیاکتنه وکړي او کډوالو ته د پناه غوښتنې د وړاندې کولو اجازه ورکړي.


* مستعار نوم

 

نورې ليکنې