نظامي بېړۍ د یونان د لېسبوس ټاپو په میتلېن بندر کې لنګر اچولی. کرېډېټ: دي ار
نظامي بېړۍ د یونان د لېسبوس ټاپو په میتلېن بندر کې لنګر اچولی. کرېډېټ: دي ار

کډوال نیوز داسې ویډیو ترلاسه کړې چې ښيي د یونان په میتلېن ټاپو کې یوه نظامي بېړۍ کې دننه یو مهاجر د وخت تېرولو لپاره له خپلې کوچنۍ لور سره لوبه کوي. دغه بېړۍ کې له یوې اونۍ راهیسې شاوخوا ۵۰۰ مهاجر بند پاتې دي.

ویډیو ښيي چې یو مهاجر او لوره یې کښتۍ کې دننه فوټبال کوي.

کوچنۍ نجلۍ خندا کوي او پلار یې یو پلاستیکي بوټل، چې د فوټبال په توپ یې بدل کړی، هغې ته اچوي.

دغه ویډیو د یونان حکومت هغه بېړۍ کې دننه اخیستل شوې چې له یوې اونۍ راهیسې د لېسبوس ټاپو په میتلېن بندر کې ولاړه ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې دغه بېړۍ کې نږدې ۵۱۰ کسان په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي او د ژوندانه ځینو لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري.

بېړۍ کې سپاره مهاجر هغه کسان دي چې د ترکیې د پولو تر پرانیستل کېدو وروسته یې د مارچ له لومړۍ تر ۴مې پورې ځانونه یونان ته رسولي، خو یوناني چارواکو ونیول او دغې کښتۍ ته یې انتقال کړل.

کښتۍ کې سپاره کسان، چې په ډله کې یې ګڼې کورنۍ هم دي، د افغانستان، سوریې، فلسطین، عراق، کانګو، انګولا او کامرون دي. دوی د کښتۍ په یوه لویه خونه کې، چې په اصل کې د سرتېرو او نظامي تجهیزاتو د انتقالولو لپاره جوړه شوې، پر وچه ځمکه خوب کوي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د یونان په میتلېن بندر کې نظامي بېړۍ یا لېسبوس ته د نویو رسېدلو کډوالو لپاره «زندان» 

که څه هم تر دې دمخه ځینو رسمي سرچینو ویلي وو چې دغه کسان د یونان شمالي سیمې ته انتقالېږي، خو تر اوسه پورې بېړۍ په بندر کې ولاړه ده. 

بل پلو د بشري حقونو ځینو مدافع بنسټونه ویلي چې د یونان حکومت دغه کار د مهاجرو د «ازادۍ حق سلبول» دي. د بشري حقونو څار سازمان په یوه خبرپاڼه کې راغلي: «د یونان دا پرېکړه چې په پایله کې یې ۴۵۰ کسان په یوه نظامي بېړۍ کې بندي شوي او د پناه غوښتنې د وړاندې کولو حق نه لري، د اروپایي او نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.» 

نن سبا په لېسبوس ټاپو کې د نویو رسېدلو کډوالو لپاره د اوسېدو ځای نشته.

 

نورې ليکنې