له ارشیف څخه: ۲۰۱۸، کډوال د بوسنیا د بیهاچ په یو کمپ کې، کډوال نیوز
له ارشیف څخه: ۲۰۱۸، کډوال د بوسنیا د بیهاچ په یو کمپ کې، کډوال نیوز

د بوسنیا د پولیسو یوې سرچینې ویلي چې پرون چهارشنبه د مارچ ۱۲مه یې پر کم سنه کسانو د جنسي تېري په تړاو ۶ شکمن کسان نیولي دي. دغه کسان، چې افغانان او پاکستانیان دي، د بوسنیا د بیهاچ سیمې د مهاجرو په یو مرکز کې ژوند کاوه.

هر کال په زرګونو کسان د بالکان له لارې اروپا ته د راتګ لپاره هڅه کوي. د دغو کډوالو په ډله کې سلګونه کم عمر لرونکي او بې سرپرسته مهاجر هم دي.  

د فرانسې خبري اژانس د بوسنیا د پولیسو ویاند الې سیلیدیدیچ له قوله ویلي چې پولیسو دغه ۶ کسان د بوسنیا شمال لوېدیځې سیمې بیهاچ د کډوالو په یو مرکز کې نیولي دي.

شکمن کسان د افغانستان او پاکستان اتباع دي.

نوموړي زیاته کړې چې د جنسي تېري قربانیان هغه کم عمر لرونکي مهاجر دي چې په همدغه مرکز کې اوسېږي. 

بل پلو د کډوالۍ نړیوالې ادارې یو مسول د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په اصل کې دغه مرکز  د یخچالو یوه پخوانۍ فابریکه ده چې نن سبا ۱۷۰۰ تر ۱۹۵۰ مهاجر پکې ژوند کوي.

د دغو مهاجرو په ډله کې ۳۵۰ تر ۴۰۰ کم سنه او بې سرپرسته کسان هم ژوند کوي چې عمرونه یې د ۱۵ تر ۱۷ کلونه ترمنځ دي. دوی که څه هم په یوه «حفاظت شوی زون» کې ژوند کوي، خو «په ازاده توګه تګ راتګ کولی شي».

پولیسو د قربانیانو دقیق شمېر نه دی ښودلی.

بل لور ته د محکمې یوې ویاندې ویلي چې دوه بوسنیایي څارنوالان دغه دوسیه څېړي.

ځایي پولیس همدا راز وایي چې د دغه مرکز ۴ نور اوسېدونکي یې د «مخدره موادو د قاچاقو او لرلو» په تړاو نیولي دي.

نن سبا نږدې ۵۵۰۰ کسان بوسنیا کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې په کمپونو کې ژوند کوي چې اکثره یې بیهاچ او ساراییو سیمو کې موقعیت لري. خو د چارواکو په خبره په سلګونو نور د بوسنیا په نورو سیمو کې اوسېږي. 

 

نورې ليکنې