د یونان په پوروس کلي کې نظامي تاسسیات. کرېډېټ: رویترز
د یونان په پوروس کلي کې نظامي تاسسیات. کرېډېټ: رویترز

یوناني چارواکو تېره ورځ د نیویارک ټایمز هغه رپوټ رد کړ چې پکې له ترکیې سره پر ګډه پوله د مهاجرو د «بندي کولو» لپاره د یوې «پټې» توقیف خونې خبره شوې وه. د امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې په دغه توقیف خونه کې هغه کسان ساتل کېدل چې د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته یې ځانونه یونان ته رسولي ول.

د امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز د یو رپوټ پر بنسټ یاده توقیف خونه «یوه له هغو تخنیکونو ده چې یونان د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ د بیا تکرارېدو څخه د مخنیوي لپاره» جوړه کړې.

خو د یونان حکومت ویاند ستېلیوس پېتساس د دې ادعا په ردولو سره وایي: «یونان کې کومه پټه توقیف خونه نشته. ټول هغه څه چې د پولې د ساتنې او یا د امنیت د ټینګولو سره تړاو لري په روڼ ډول فعالیت کوي. [دلته] اساسي قانون، یوناني قوانین او اروپایي معیارونه نافذ دي.»

نوموړي چې په یوه خبري غونډې کې خبرې کولې زیاته کړه: «که چېرې نیویارک ټایمز د [کومې پټې توقیف خونې] په هکله معلومات ولري، نو زه نه پوهېږم چې څنګه داسې یوه توقیف خونه پټېدای شي.»

دا په داسې حال کې چې اروپایي کمېسیون له یوناني چارواکو څخه غوښتي دي چې د «تاوتریخوالي او ناقانونه کړنې په تړاو دې ټولې ادعاوې وڅېړي». یاد کمېسیون زیاته کړې چې راتلونکې پنجشنبه به له اټن څخه د کمېسیون مشرې ارسولا وو دېر لیېن او کمېشنر یلوا ژوهانسون د کتنې پر مهال پر دغې مسلې هم بحث وشي.

بل لور ته د اروپایي ټولنې د اجرایي څانګې ویاند ادالبرت یانز په یوه خبري غونډه کې ویلي: «یوناني چارواکو [دغه هیواد کې] د استثنایي وضعیت د اداره کولو دروند مسولیت لري، خو دوی باید دا کار د اساسي حقونو په پام کې نیولو سره ترسره کړي.»

پرون چهارشنبه نیویارک تایمز د سپوژمکۍ له خوا د اخیستل شویو انځورونو پر بنسټ، او دغه راز ترکیه کې له یو سوریایي کډوال سره تر مرکې وروسته، د یادې توقیف خونې شتوالی تایید کړ. 

نوموړي سوریایي کډوال نیویارک تایمز ته ویلي چې پولیسو د یونان د شمال ختیځې پوروس کلي په دغه توقیف خونه کې بندي کړی و.

تر دې دمخه اټن ترکیې ته د نیولو شويو کډوالو د بېرته استولو ادعاوې رد کړې وه. 

د یونان حکومت یوې سرچینې تېره اونۍ وویل چې د مهاجرو «پر شا تمبولو» موضوع سمه نه ده. نوموړې زیاته کړه چې حکومت یونان ته د کډوالو [د ننوتلو] مخه نیسي، خو دا بیخي بله خبره ده».

په همدې حال کې د فرانسې خبري اژانس وایي چې ځینو خبریالانو یې د پولې په اوږدو کې خولۍ لرونکي یوناني سرتېري لیدلي چې کډوال یې نظامي موټرونو کې سپرول. ځینې مهاجر هم داسې لاریو کې سپاره کړل شوي وو چې نمبر پلېټ یې هم نه درلود.

د فبرورۍ پر ۲۸مه د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته په زرګونو مهاجرو یونان ته د ورتګ لپاره هڅې وکړې. په سلګونو مهاجر وتوانېدل چې له اوروس سمندر څخه تېر شي او ځانونه یې د یونان خاورې ته ورسوي.

که څه هم تېره اونۍ د یونان د کډوالو چارو وزیر د دغه هیواد په خاوره کې د نیول شویو مهاجرو په هکله له نظر ورکولو څخه ډډه وکړه، خو ځایي اوسېدونکي او هغه کسان چې تېره اونۍ یې پوله کې وخت تېر کړی وایي چې ګڼ شمېر کډوال د یونان له خاورې څخه په شا تمبول شوي دي.  

د یونان حکومت د یوې مهاجر پلوې ډلې دا ادعا هم رد کړې چې پوله کې یو پاکستانی مهاجر د یوناني سرتېرو په ډزو وژل شوی.

د سیټي پلازا ډلې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «زموږ ملګری محمد ګلزار د چهارشنبې په ورځ ووژل شو، یوازې په دې خاطر چې مهاجر و.»

خو د یونان حکومت ویاند ستېلیوس پېستاس د مهاجرو د وژنې او ټپي کولو ادعاوې رد کړې او زیاته یې کړې چې د یونان په خاوره کې داسې پېښې نه دي رامنځ ته شوې. 

 

نورې ليکنې