احمد رشاد افغان کډوال په ترکیه کې. کرېډېټ: احمد رشاد روفی
احمد رشاد افغان کډوال په ترکیه کې. کرېډېټ: احمد رشاد روفی

د فبرورۍ پر ۲۸مه د ترکیې د پولې تر پرانېستل کېدو وروسته ګڼو مهاجرو یونان ته د ورتګ لپاره هڅې وکړې چې په ډله کې یې زیات شمېر افغانان هم وو. ۲۶ کلن افغان کډوال احمد رشاد رووفی یو له هغو کسانو دی چې غوښتل یې یونان ته ولاړ شي. نوموړی د خپلو سترګو لیدلی حال وایي:

«زما نوم احمد رشاد دی. زه څلور ۴ کاله مخکې له خپلې مور، پلار، وروڼو او خوېندو سره ترکیې ته راغلم. د ترکیې ویزې مو درلودلې. په لومړي سر کې مې یو کال په استانبول کې تېر کړ. خو اوس درې کاله کېږي چې ګوموشخانه ښار کې اوسېږم.

رشاد
په افغانستان کې د ساختماني انجینرۍ محصل وم. یو شرکت کې مې هم له مریکایانو سره د سوپروایزر په توګه کار کاوه. خو ما په افغانستان کې ښه خوندیتوب نه درلود، نو ځکه ترکیې ته مهاجر شوم.

خو ترکیه کې د ژوند شرایط سخت دي. له هغه وخت راهیسې چې ترکیې ته راغلی یم، ستونزې مې هم ډېرې شوې دي. دلته کارونه سخت خو معاشونه کم دي.

د یونان په لور سفر

کله چې د ترکیې دولت اعلان وکړ چې پوله یې خلاصه کړې او کډوال کولی شي چې اروپا ته ولاړ شي، ما له خپلو ملګرو سره وویل چې باید خپل بخت و ازمایو. 

زمونږ له ښاره تر استانبوله پورې په موټر کې ۲۲ ساعته لار ده. په ۸۰ لیرې مو ټکټ واخیست او استانبول ته ولاړو. بیا له استانبوله په موټر کې ادېرنې ښار ته ولاړو او تر پولې پورې مو یو ساعت پیاده مزل وکړ.

د یونان پولیسو یوې ډلې مونږ ته اشاره وکړه چې باید انتظار وکړو ترڅو زمینه برابره شي. څلور ورځې مو په انتظار کې تېرې کړې. خو هلته شرایط ډېر سخت وو. د اوسېدو ځای مو نه درلود او زموږ په شان ګن شمېر کسان پوله کې ایسار پاتې وو. 

بیا پولیسو موږ ته وویل چې اوس لاړ شئ. موږ د یونان په لور حرکت وکړ. خو څو کیلومتره وروسته یوناني سرتېري ولاړ وو. دوی زمونږ کالي، بوټونه، موبایلونه او بکسونه واخیستل، په ډنډو یې ووهلو او ترکیې ته یې وشړلو.

دوی دغه راز موږ ته ګواښ وکړ چې بیا یونان ته را نه شئ. زموږ په ډله کې یو بل افغان هم و چې سخت ټپی شوی و.

رشاد
همدارنګه یوه کورنۍ چې ماشوم ورسره وه، ماشوم یې د اوښکې بهوونکی ګاز له کبله ناروغ شو.

دومره ویلی شم چې پوله کې یوناني پولیس له مهاجرو سره ډېر بد چلند کوي. 

بله ستونزه هم دا وه چې د بېرته راتګ ټکټ ۲۰۰ لیرې وې ځکه چې ټکسي چلوونکي پوهېدل چې مونږ اړ یو چې بیرته خپل ښار ته ستانه شو.»

 

نورې ليکنې