د فبرورۍ ۲۸مه: افغان ماشومان د لېسبوس ټاپو سکالا سیکامیاس کلي ته نږدې په ساحل کې. دوی د اژې سمندر له لاره یونان ته رسېدلي. کرېډېټ:  رویترز، کوستاس بالتاس
د فبرورۍ ۲۸مه: افغان ماشومان د لېسبوس ټاپو سکالا سیکامیاس کلي ته نږدې په ساحل کې. دوی د اژې سمندر له لاره یونان ته رسېدلي. کرېډېټ: رویترز، کوستاس بالتاس

تېره ورځ اروپایي ټولنې اعلان وکړ چې له یونان څخه بېرته ستنېدونکو کډوالو سره نغدي مرسته کېږي. دغه پروګرام کې یوازې هغه کسان شاملېږي چې د ۲۰۲۰ د جنورۍ له لومړې نېټې مخکې یونان ته رسېدلي وي.

د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یلوا یوهانسون تېره ورځ وویل: «موږ د یوې میاشتې لپاره د بېرته ستنېدنې پر یو لنډمهال پروګرام موافقه کړې.»

نوموړې زیاته کړه چې بېرته ستنېدونکو مهاجرو سره د هغوی په اصلي هیوادونو کې د بېرته ادغامېدو په خاطر د ۲۰۰۰ یورو په ارزښت نغدي مرسته کېږي.

یادې کمېشنرې د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي سره تر غونډې وروسته وویل، له دغه پروګرام څخه یوناني ټاپوګانو کې مېشت ۵۰۰۰ مهاجر ګټه اخیستلی شي. خو یوازې هغه کسان چې د ۲۰۲۰ د جنورۍ له لومړۍ نېټې مخکې یونان ته رسېدلي وي.

د کمېشنرې په حواله د یاد پروګرام موخه دا ده چې د یونان په ټاپوګانو کې د «نفوسو د زیاتوالي فشار» کم کړي.

نن سبا د یونان د پنځو ټاپوګانو – لېسبوس، خیوس، ساموس، کس، او لېروس – د مهاجرو په کمپونو کې تر ۳۷۰۰۰ ډېر کسان په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي.

اټکل دی چې د بېرته ستنېدنې بهیر به د کډوالۍ نړیوالې ادارې او د اروپا د پولې ساتنې اژانس یا فرانتکس په مرسته ترسره شي.

د یادولو ده چې هغه کسان چې د فبرورۍ پر ۲۸مه د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته یونان ته رسېدلي دي د اروپایي ټولنې دغه پروګرام کې نه شاملېږي.

د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته په زرګونو کسان د یونان او ترکیې ګډې سرحدي سیمې کاستانیس په لور روان شول.

یونان د کډوالو د څپې د مخنیوي لپاره اعلان وکړ چې د یوې میاشتې لپاره دغه هیواد ته د نویو رسېدلو کسانو د پناه غوښتنو د راجسټرولو پروسه ځنډوي. دغه راز یوناني ځواکونو ځینې مهاجر بېرته ترکیې ته واستول.

بل لور ته له یوې اونۍ راهیسې د لېسبوس ټاپو په میتلېن بندر کې له ۵۰۰ ډېر مهاجر په یوه نظامي بېړۍ کې ایسار پاتې دي.

اغلې یلوا یوهانسون دا هم ویلي چې راتلونکې مې میاشت کې به یونان کې د بې سرپرسته ماشومانو په هکله یوه غونډه جوړه شي.

د نوموړې په خبره تر اوسه ۷ اروپایي هیوادونو چمتووالی ښودلی چې د یونان په ټاپوګانو کې مېشتو ۱۶۰۰ ماشومانو ته د اوسېدو امکانات برابر ورکړي. 

 

نورې ليکنې