د مارچ ۱۲مه: د ایټالیا پلازمېنې روم تش سړکونه. کرېډېټ: رویترز
د مارچ ۱۲مه: د ایټالیا پلازمېنې روم تش سړکونه. کرېډېټ: رویترز

ایټالیا کې د کورونا ویروس د خپرېدا دمخنیوي لپاره سخت تدابیر نیول شوي دي. د ایټالیا لومړي وزیر جوزپې کونتې په یو فرمان کې له ایټالویانو څخه غوښتي چې خپلو کورونو کې پاتې شي. دغو تدابیرو ایټالیا کې مېشت مهاجر هم اغېزمن کړي دي. بشپړ معلومات.

۲۶ کلن آدامه چې د بورکینابې دی او له څلورو کلونو راهیسې په ایټالیا کې اوسېږي وایي: «د مرکز مسول مو وویل چې د ګرځېدو لپاره نور باید له مرکزه نه ووځو.» نوموړی زیاتوي چې د دولت له خوا نیول شوي تدابیر د ده پر ورځني ژوند اغېز کړی.

ایټالیا کې د کورونا ویروس تر خپرېدا مخکې آدامې عادت درلود چې د ښار مرکز ته ولاړ شي او ځان ته کار پیدا کړي. نوموړی له یو کال راهیسې راګوس سیمه کې د کډوالو او پناه غوښتونکو په یو مرکز کې اوسېږي. هغه وایي: «موږ د کار موندلو لپاره ښار ته ځو او له خلکو سره غږېږو. کله ناکله ځایي اوسېدونکي را ته وایي: زه یو کس پېژنم چې د صفایۍ لپاره کارګر ته اړتیا لري.» آدامې څه موده مخکې د رومیانو په کرونده کې کار کاوه. هغه وایي چې نور به کار موندلی نه شي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: کورونا ویروس پر مهاجرو څه اغېز لري؟ 

ایټالیا کې د کرونا ویروس ۱۲۴۶۲ پېښې ثبت شوې او تر اوسه پورې (د مارچ ۱۲مه)  ۸۲۷ کسان د دې ویروس له کبله مړه شوي دي. که څه هم دغه هیواد کې مېشت کسان د کار، روغتیایي چارو او غذا خوړلو لپاره له کوره وتلی شي، خو د ایټالیا په بېلابېلو سیمو کې حکومتي تدابیر یو شان نه دي. ځینو سیمو لکه ژن کې خلک یوازې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کوره وتلی شي. خو که چېرې څوک له کوم دلیل پرته له کوره ووځي، نو باید ۲۰۶ یورو جرمانه ورکړي او ممکن چې په درېو میاشتو بند محکوم شي.

«زه غواړم چې دیني مراسمو کې ګډون وکړم»

راګوس مرکز کې د ایټالیا حکومت له خوا اعلان شويو تدابیرو اندېښنې راپارولې دي. د ساحل عاج اوسېدونکی ۳۰ کلن سوري کابا وایي: «پیسې نه لرو. دلته ټول خلک وېرېږي.» نوموړی چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وایي چې غواړي له ایټالیا څخه ووځي.

د دغه مرکز ځینې نور اوسېدونکي وایي چې چا هغوی ته د وضعیت په اړه کافي معلومات نه وو ورکړي. دوی زیاتوي چې د ویروس په اړه جعلي معلومات خپرېدل. د بېلګې په توګه: ځینو کسانو ویل چې ځایي اوسېدونکي غواړي تورپوستکي مهاجر په کورونا ویروس اخته کړي.

د ګامبیا اوسېدونکی یورو د پوی سیمې په باري مرکز کې اوسېږي. نوموړی وایي چې غواړي دغه حالت پای ته ورسېږي. ۱۹ کلن یورو د اوشېن وایکنګ ژغورونکې کښتۍ له خوا له مدیترانې څخه تر ژغورل کېدو وروسته ایټالیا ته راوړل شوی. نوموړی د اروپایي ټولنې هغه پروګرام کې شاملېږي چې د کډوالو د وېشلو پروګرام نومېږي. هغه وایي: «مرکز کې موږ ته وویل شو چې له را غونډېدو څخه ډډه وکړو.»

یورو زیاتوي چې له څو ورځو راهیسې له مرکزه نه وځي. هغه وایي: «یوازې دیني مراسمو کې ګډون کوم. غواړم چې راتلونکې یکشنبه کلیسا ته ورشم، خو نه پوهېږم چې دیني مراسم ترسره کېږي که نه.»

د ایټالیا حکومت ټول مراسم لغو کړي دي.  

«زیات شمېر کسان خپل کارتونه نه شي تمدیدولی»

نن سبا ایټالیا کې مېشت مهاجر له اداري ستونزو سره هم مخ دي. په ځانګړې توګه هغه کسان چې غواړي د پناه غوښتنه وکړي او یا خپل کارتونه تمدید کړي.

د مهاجرت او جزایي قوانینو متخصصه انتونېلا کاسیونې کډوال نیوز ته وایي: «هغه پناه غوښتونکي چې د هرکلي په مرکزونو کې اوسېږي د هغوی د محاکمې نېټې ځنډول شوې دي.»

نوموړې زیاتوي: «له بده مرغه د کډوالو چارو ادارې تر اپریل میاشتې پورې تړلې دي او زیات شمېر کسان خپل کارتونه نه شي تمدیدولی.»

بل پلو د ایټالیا په ونیز سیمه کې افغان مهاجر حامد احمدي هم له ستونزه سره مخ شوی. نوموړی چې له ډېرو کلونو راهیسې ایټالیا کې اوسېږي وایي: «په تېرو څو ورځو کې مو رستوران د شپې له ۶ بجو وروسته تړلی دی. خو ورځ کې هم دومره مشتریان نه لرو. دغه حالت ما ته او د رستوران کارکوونکو ته مالي تاوان رسولی.»

پرون پنجشنبه د ایټالیا حکومت وویل چې ونیز کې باید ټول دوکانونه – له سوپرمارکېټونو او درملتونو پرته – وتړل شي.

حامد احمدي د هغو مهاجرو په هکله اندېښمن دی چې په داسې یو خراب حالت کې ایټالیا ته رسېږي او په ایټالوي ژبه خبرې نه شي کولی. هغه وایي: «د دوی حالت خراب دی. ځکه چې دوی نه پوهېږي چې څنګه د ځان ساتنه وکړي. تاسو پوهېږئ چې کورونا ویروس بې وزله او شتمن، مهاجر او غیر مهاجر نه پېژني.»

 

نورې ليکنې