د المان پولیس د پولې د کنټرول په مهال
د المان پولیس د پولې د کنټرول په مهال

د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د کرونا ویروس د کنټرول لپاره نوی اقدامات نیول شوي دي. د آلمان پولیسو د دوشنبي په سهار له ۵ هیوادونو سره په ګډه پولې بندیز پیل کړی. په ځانګړي توګه فرانسه چې د کرونا ویروس د ناروغۍ پروړاندي پراخه مبارزه کوی.

د آلمان پولیسو د مارچ ۱۶مه څخه د فرانسې، اتریش، سویزرلینډ، ډنمارک او لوګزامبورګ څخه د آلمان پولیسو لخوا پلټل پیل شوي. یوازد توکو موټرو ته او د پولې کارکونکو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي.

د دی هیواد پولیسو د آلمان او اتریش تر مینځ پوله کې د سهار ۸ بجو څخه موټر چلونکي ته د داخلیدو اجازه نده ورکړي.

او د باواریا سیمه کې د «ناورین وضعیت» یی اعلان کړي ترڅو د اضافي وسیلو د رولاړ څخه مخنیوی وشي.

برلین د یکشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې د ۵ ګاونډیو هیوادونو سره خپلې پولې په جزوی توګه وتړي ترڅو د کرونا ویروس د ناروغۍ مخه ونیسي. په داسي حال کي چې په آلمان کی په شاوخوا ۵۰۰۰ پېښې مثبت ثبت شوي چې ۱۲ کسان له امله یی مړه شوې دي.

د المان د کونیو چارو وزیر هورس سیفر د فرانسې په اړه د ننوتلو محدودیت هغه وخت اعلان وکړه کله چې د السیس او لورین سیمې د ناروغۍ پرواړندي مبارزې اداری لخوا د خطر ساحې په توګه طبقه بندي شوي.

برلین هم غواړي د دې مخنیوی وکړي چې د سرحدي سیمو فرانسوي اوسیدونکي ، په خپل هیواد کې د منع شوي اقداماتو سره مخ دي ، د آلمان په پلورنځیو کې ډله ایز پیرود وکړي او سمڅې خالي کړي.

فرانسه هم نوي اقدامات په ګوته کړ 

همداراز فرانسې هم اعلان وکړ چې د آلمان سره په خپله پوله کې کنټرول بیاوړي کړي. د دی هیواد د کورانیو چارو وزیر په وینا «داخلي حدود حد اقل حد ته محدود کړي.»

فرانسه هم چې ٦٧ میلیونو خلکو ته په کور د کښناستو امر کړی، د یکشنبې په ورځ (مارچ ۱۵مه) پلورنځي، رستورانتونه او سینماگانې وتړلې.

د فرانسې صدارعظم ایدوارد فلیپ ویلي چې حکومت د کورنا په ویروس د ۱۲۷ کسانو د مړه کیدو او په کورنا ویروس د څلورنیم زرو کسانو له اخته کیدو وروسته بله لاره نلرله.

فرانسې د دې اقداماتو برسیره نن محلي انتخاباتو ته چمتووالی نیسي او ویلي یې دي، دغه ټاکنې د دې هېواد د ډیموکراتیکې بقا لپاره مهمې دي.اندیښنې او محدودیتونه په آلمان کې د ویروس سره مخ کیدو په وده کې دي.

د شمالي بحر او بالتیک بحیرې ټول ټاپوګان ، سیلټ ، امرم ، ریګن یا کارډوم ، د خپریدو خطر محدودولو لپاره سیلانیان په مخه بند کړي دي.

په سربیا کې د اضطراري حالت د کروناویرس مخنیوی لپاره

بلګراد د مارچ په ۱۵مه په دی هیواد کې بیړني حالت د نامعلومه مودې لپاره اعلان وکړ ، کوم چې د بهرنيانو لپاره خپلې پولې وتړي او د کروناویرس د ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره نوی اردو ګمارل دي.

د سربیا ولسمشر الیکسندر وچیچ په یوه مطبوعاتی کنفرانس کې وویل:«د سبا ورځې څخه، نور ښوونځې نشته، پوهنځې نشته، هیڅ فعالیت نشته، هر څه تړل کیږي. موږ د ژوند ژغورلو لپاره ژوند کوو. زموږ د مور او پلار ژغورلو لپاره، زموږ د زاړې ژغورل لپاره..»

د سربیا ولسمشر ریاته کړه چې له ۶۵ کلونو څخه پورته عمر لرونکي کسان باید په کور کې پاتي شي پداسي حال کې چې بار او رستورانتونه محدود ساعتونه لپاره کار کوي. 

د اردو څخه به غوښتنه وشي چې د مهمه سیمې ساتنه وکړي لکه روغتونونه چیرې چې «د کرونل ویرس لرونکي کسان درملنه کیږي". "تاسو به اردو د خورا مهمه سیمې مخې ته وګورئ.»

اليکسندر وچیچ وويل هغه د کرونا ويروس پر واړاندی مبارزې لپاره د چین څخد د مرستې غوښتنه وکړي.

هغه وویل:« په حقیقت کې لوی نړیوال پیوستون شتون نلری.»

د دی لپاره چې مشخص تدبیر ونیول شي د دولتي ناسته باید جوره شي.

په سربیا کې نږدې ۵۰ کسان مثبت راپور ورکړل شوي، چې په لویدیځ بالکان کې تر ټولو ډیر نفوس لرونکي هیواد دي چې ۷.۱ میلونه اوسیدونکې لري.

لومړي وزیر انا برنابیک ، په ملي تلویزیون (RTS) کې وویل: «د بیړني حالت دا معنی هم لري چې د بهرني اتباعو لپاره د پولو وتړل شي ، که چیرې دوی د ویروس لخوا اغیزمنو سیمو څخه راشي یا نه.

«د سربیا سرحدونه نن ماښام ته نږدې دي. بهرني اتباع به نشي کولی سربیا ته ننوځي ، پرته له دیپلوماتانو چې په سربیا کې ژوند کوي او کار کوي او البته د دوی کورنۍ ، او همدارنګه د استوګنې جواز لرونکي خلک.»

هغې وویل چې اردو به د پولې دواړو خواوو ته د روغتیا پلټونکو او پولیسو سره د مرستې لپاره ګمارل کیږي.

سربیایی اتباع به وکولی شي بیرته هیواد ته راستون شي مګر دوي به لږ تر لږه ۱۴ ورځو یا حتي تر ۲۸ ورځو پوري قرنطین شي.

په اروپا کې تر یکشنبې ورځې پوري د کرونا ویروس له امله د ۲۰۰۰ مړینې حد ته رسیدلی ، چې دا د نړۍ په کچه د ۶۰۰۰ څخه زیاتو مړینو ته رسیدیږ ، چیرې چې د نفوس محدودیت او د پولې تړل کیدو ډیریږي.

اتریش کی د کروناویرس مخنوي لپاره محدودوينو

په ویانا کې د اتریش حکومت د یکشنبې په ورځ د ۵ څخه د زیاتو خلکو د راټولولو بندیز، پر ګرځېدو راګرځېدو او نړيوالو سفرونو محدودیتونه ولګول او د پولیسو لخوا د بندیزونو د معاینې لپاره یې پلان کولو سره د خلکو په ژوند محدودیتونه سخت کړل. ترڅو وکولي شی د کروناویرس خپریدو ورو کړئ.

دا نوي اقدامات د پارلمان د ځانګړې غونډې په جریان کې پریکړه وشوه. د خپلو خبرو په جریان کې ، د اتریش چانسلر سباستیان کورز له خلکو څخه وغوښتل چې «خپل ځانونه قرانطین»کړي ، ځکه چې یوازې د لومړي اړتیاو لپاره د کورونو څخه باهیر ووځې.  

د ۸.۸ ملیونه اوسیدونکو هیواد مشر د خپل کور پریښودو لپاره درې دلیلونه په ګوته کړل: مسلکي اړتیاوې ، اکمالات او نورو ته مرستې.

دغه هیواد د یکشنبې په ورځ د نوي کورونا ویروس او دوه مړینې سره ۸۶۰ مثبت پېشې ثبتې کړې.

حکومت د عامه ځای کارول محدودیت لپاره نور اقدامات اعلان کړي: کافي او رستورانتونه پرده ټیټوي ، پداسې حال کې چې دوی په پیل کې د ماسپخین تر 3 بجو پورې د خلاصیدو اجازه درلوده ، لکه عامه ځایونه. بیروني لوبې او د لوبې زیربنا.

دا سخت محدودیتونه د دوشنبې په ورځ پلي شو او د ښوونځیو او ډیری غیر خوراکي توکو سوداګرۍ بندیدو سره.

دا منع نه ده چې د جوګ یا بایسکل چلولو لپاره لاړشئ مګر بهر «باید یوازې خپل کورنۍ سره وتل شی» او د یو متر فاصله په عامه ځای کې د خلکو تر مینځ تثبیت شوې.

د ایټالیا سره په ګډه پوله د ټایرول ولایت او د دې هیواد ترټولو مهم ناروغي مرکز دی.

کورز وویل « موږ مشکل او دردناک اوونۍ لرو.»

هغه د یکشنبې په ماښام زیاته کړه پروازونه ودریږي ، او د اتریش اوسیدونکو څخه یې وغوښتل چې «ژر تر ژره کور ته ستانه شي.»

پداسې حال کې چې ځینې هیوادونو د اتریش سره هوایی اړیکې بندې کړې دي ، ویانا دمخه پریکړه کړې چې خپلې الوتنې وځنډوي ایټالیا ، هسپانیه ، فرانسه ، سویس ، سویډن ، انګلستان ، هالنډ ، روسیه او اوکراین سره.

د اتریش د پولې سره تړلو اتو هیوادونو سره د ځمکني سرحدونه هم تړل شوي.

سلوونیا ، چې د اتریش په سویل کې موقعیت لري ، هم د یکشنبې په ماښام د ټولو هوایی ترافیک ځنډولو اعلان وکړ. د ښوونځیو، پلورنځیو او کلتوري ځایونو د تړلو سربیره ، د دوه ملیونو اوسیدونکو دغه هیواد په ټول هیواد کې د دوشنبې په ورځ عامه ترانسپورت هم وځنډول.

کوروناویرس: څو افریقایي هیوادونه خپلې پولې وتړي

نایروبي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې خپل سرحدونه وتړي او له هغو هیوادونو څخه الوتنې وځنډوي چیرې د کرونا ویرس قضیې وې.

لږترلږه ۲۶ هیوادونه په براعظم کې اغیز کوي، چیرې چې د ناروغۍ پیښې واقع کیږي.

د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامفوسا ملي ناورین اعلان کړ او په ګرځېدو راګرځېدو او نړيوالو سفرونو محدودیتونه ولګول.

 بهرني اتباعو ته د ۲۰ ورځو لپاره د ویزه ورکولو بندیز ولکول او د سویلي افریق اوسیدونکي ته کور ته راستنیدل او په قرنطین کې اوسیدل امر ورکړل.

په کینیا کې، ولسمشر احور کینیاټا اعلان وکړ چې د هغه حکومت له ټول هغه هیوادونو څخه چیرې چې لږ تر لږه د کرونا ویروس یوه پیښه تصدیق شوی وي سفر وځنډاوه.

ګانا به د سه شنبه څخه په د دی هیواد په خاوره کې د داخليدو بنديز ولګوي چیرته چې تر اوسه پورې ۲۰۰ قضیې ثابت شوي.

 


 

نورې ليکنې