د هغو کډوالو انځور چې د مارچ په ۲ نیټه یونان ته راغلي دي. رویترز
د هغو کډوالو انځور چې د مارچ په ۲ نیټه یونان ته راغلي دي. رویترز

د تیلو یوه قاچاقي کښتۍ چې ۱۹۰ کډوال پکې سپاره وو، د دوشنبې په ورځ د (مارچ ۱۶ مه) د اژه په سمندر کې په خټو کې بند شو. د یونان ساحل ساتونکو په وینا ټول کډوال وچي ته انتقال ورکړل شو.

د یونان ساحل ساتونکو په یوه خپره کړۍ اعلامیه کې ویلي چې ژغورل شوي ۱۹۰ کډوال د سیمې ښاروالي ته لیږدول شوي او وایی چې په دغه کښتۍ کې ۱۲۳ نارینه، ۲۹ ښځې او ۳۸ ماشومان سپاره وه.

د تیلو د کښتې په خټو کې ډوبیدل اصلي لامل روښانه نه دي. د کښتۍ د مالکیت او د هغې بیرغ هویت هم نه دی معلوم ، خو یوناني چارواکي باور لري چې کښتۍ له ترکیې څخه تللې وي.

د کیا ټاپو چیرې چې کښتۍ خټو کې ناست دی د یونان په ټاپوګانو کې شامل ندي.

د ترکیې د پریکړې وروسته چې کډوالو ته پولې د اروپا په لوری خلاص کړل. د ۱۰۰۰ څخه زیات کډوال د ساموس، خیوس او لیسبوس ټاپوګانې ته ننوتلي دي.

د ترکیې څخه یونان ته د زرګونو کډوالو ننوتلو سره د یونان په شمال لویدیځ کې د کاسټانیانو سرحدې سیمه کې د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ تاوتریخوال رامنځته شوي ده.

 یونان د کډوالو د راتلو مخنیوي لپاره د مارچ له لومړۍ نیټې راهیسې په دغه هیواد کې پناه غوښتې یی ځنډولې ده. د یوناني چارواکو په وینا هغه کډوال چې له دې نیټې وروسته یونان ته داخلیږي نیول کیږي او خپلو اصلي هیوادونو ته به واستول شي

د یکشنبې په ورځ، د یونان نظامي کښتۍ چې له ۴۰۰ څخه زیات نوی رارسیدونکي کډوال مټلینې بندر ته رواوړل او د مالاکاسا بند کمپ ته انتقال ورکړل شول.

 


 

نورې ليکنې