په کمپ کې د اور لګیدنه په مهال: شخصی
په کمپ کې د اور لګیدنه په مهال: شخصی

د یونان چارواکې د دوشنبې په ورځ وویل چې لیسبوس ټاپو کی د موریا په کمپ یو ماشوم د اور په لمبو کی مړه شوی دي.

د دوشنبې په ورځ د(مارچ ۱۶مه) د موریا په کمپ کې د یو کانتینر د اور لګیدل له امله یو ۶ کلن ماشوم مړ شو.

د اور وژنې کارمندانو ژر تر ژره اور مړ کړ او د چارواکو د وینا سره سم د اور د علتونو پیژندلو لپاره تحقیقات پیل شوي چې تر دې دمه «نامعلوم» دي.

د لیسبوس څانګې د اور وژنې رییس ایوانجیلوس وایسس ، د ای آر ټي تلویزیون ته وویل: «یو کانټینر وسوځیده او دوه لنډمهاله استګنځای سوځیدلي.»

په موریا کیمپ کې له ۱۹ زره څخه ډیر خلک په بدحالت کې ژوند کوي ، چې په اروپا کې ترټولو لویه کمپ دي.  پداسې حال کې چې ۲۶۰۰ کسان ظرفیت لري.

د کډوالو اروپا ته د ننوتل لپاره د اژه ټاپو یو دی ۵ ټاپوګانو څخه دی، چې کډوال هڅه کوي د ترکیې څخه یونان ته لاره ومومي او وروسته اورپا ته لاړشی.



 


 

نورې ليکنې