کرېډېټ: premarmanche@
کرېډېټ: premarmanche@

د فرانسې د مانش او د شمالي سمندر قومندانۍ ویلي چې د مارچ په ۱۶مه یې د دنکرک په ساحلي اوبو کې ۱۶ مهاجر ژغورلي دي. دغو کسانو غوښتل چې د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي.

سرچینې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د ګرې – نې سیمې د نظارت او ژغورنې سیمه ییز عملیاتي مرکز د ورځې په ۸ نیمو بجو د د کډوالو د یوې داسې بېړۍ په اړه اطلاع ترلاسه کړه چې د دنکرک په ۹ کیلومترۍ کې له ستونزې سره مخ شوې وه.

د عامه خدماتو یوه ګزمه کوونکې کشتۍ د ورځې په ۱۰ او ۴۰ دقیقو دغه کوچنۍ بېړۍ کې سپاره ۱۶ کډوال وژغورل. 

د پولیسو په حواله یو تن، چې د بدن د حرارت درجه یې لوړه شوې وه، د روغتیایي کارکوونکو تر مراقبت لاندې ونیول شو او ۱۵ تنه نور د پا دو کلې سرحدي پولیسو ته وسپارل شول.

د ۲۰۱۸ له پایه راهیسې ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د ګواښونو سربېره د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي. د فرانسې سمندري ځواکونو په حواله په ۲۰۱۹ کې مانش کانال کې ۲۷۵۸ کسان نیول شوي دي.

 

نورې ليکنې