له هغې ويديو اخيستل سوی انځور چي د ادعا له مخي پکښي د يوناني چارواکو تېری ښيي / مارچ ۲۰۲۰
له هغې ويديو اخيستل سوی انځور چي د ادعا له مخي پکښي د يوناني چارواکو تېری ښيي / مارچ ۲۰۲۰

يونان او ترکيه پر پوله د مهاجرو د لانجې له کبله يو د بل سره پر خواله رسنيو په نيابتي معلوماتي جګړه بوخت دي. هغوی يو پر بل د درواغو خبرونو د لګولو تورونه هم لګولي.

دا چې يونان او ترکيه په خواله رسنيو کي پر نظرياتي او سياسي موضوعاتو تونده لهجه کاروي، دا کومه نوې خبره نه ده. خو د روان کال د فبرورۍ له پای څخه په زياته د يادو هیوادونو پر پوله د مهاجرو پر لانجه دغه لهجه لا تونده سوې او آن يو پر بل د درواغو خبرونو د خپرولو تر سرحده رسېدلې ده.

په دې ترڅ کي د ترکيې او يونان له خوا ناتائيد سوي انځورونه او ويډيوګاني خپرې سوي چي پکښي متقابل اړخ په بې نظميو تورن کړل سوی دی. دغو تورونو د دواړو هيوادونو تر منځ د مهاجرو لانجه لا زياته کړکېچنه کړېده.

ترکيې د يونان پوله ساتونکي ځواکونه تورن کړل چي ګواکي مهاجر يې وژلي، په شمول د هغه يو مهاجر چي پر سرحد په اخ و ډب کي په ډزو وويشتل سو. خو د يونان حکومت يوه ويډيو پر ټويټر خپره کړه او پر دې يې ټينګار وکړ چي ياد خبر يو «فېک نيوز» يعني اختراع سوی يا درواغ خبر ؤ.

يوناني چارواکو پر ترکي ځواکونو تور ولګاوه چي ګواکي د دود يا لوګي بمونه يې پر سرحد کارولي او مهاجرو ته يې داسي اوزار په لاس ورکړي چي د پولې موانع په پرې کړلای سي. خو د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوس اوغلو پر ټويټر پاڼه په خپل پيغام کي پر يونان تور ولګاوه چي د ترکيې په هکله «درواغ خبرونه خپرويترکي وزير په همدغه ټويټر پيغام کي د #GreeceAttacksRefugees يا يونان پر مهاجرو بريد کوي هېش ټېګ کارولی او ورسره مل يې ويډيوګاني خپرې کړي دي. په دغو ويډيوګانو کي ښودل کيږي چي د يونان سمندري سرحد ساتونکی  مهاجر چي په ربړي کښتۍ کي ناست دي په يو لوی موږي/سوټي وهي. په بله ويډيو کي مهاجر ښودل کيږي چي مهاجر پر يوناني چاواکو تور لګوي چي لوڅېدو ته يې مجبوره کړي. په يوه بله ويډيو کي يو ماشوم ښودل کيږي چي د اوښکي بهېوونکي ګاز د استعمال څخه کړيږي.

 يوه بله وډيو هم پر خواله رسنيو لاس پر لاس سوه چي د ادعاؤ له مخي پکښي د يونان پر سرحد يو ټکټر/تراکتور ښودل کيږي چي د سرحدي موانع آخوا ته د انسانانو پر قطار يو ډول مايع پاشي. ادعاوي سته چي دغه ټکټر د يو بزګر دی چي د خنځيرانو د بولو ډکه ټانکۍ يې بار کړې او دغه بولي پر مهاجر پاشي. بعضي بيا ادعا کوي چي دغه ويډيو ښيي چي يوناني پوليس او بزګران د مهاجرو په وړاندي کيمياوي وسله په کار اچوي.

 د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخي د «رشيا تودې» په نوم روسي رسنۍ يوه له هغو منابعو څخه ده چي په دوامداره توګه د ترکيې له خوا خپرې سوي ويډيوګاني په خواله رسنيو کي بيا شريکوي او ورباندي تبصرې کوي. رشتيا تودې د روسيې د حکومت له خوا تمويلېدونکې نړيواله رسنۍ ده. خو دغو ويډيوګانو ته بعضو کتونکو داسي تبصرې هم ليکلي چي ګواکي دا د ترکيې د حکومت پروپاګند دی.

 پر خواله رسنيو داسي انځورونه هم خپاره سوي چي پکښي لوڅ کړل سوي مهاجر ښيي چي د ادعاؤ له مخي د يونان و سرحد ته د وراوښتلو وروسته د يوناني چارواکو له خوا نيول سوي، لوڅ کړل سوي او بېرته ترکيې ته لېږدول سوي دي. داسي انځورونه هم خپاره سوي چي د ادعاؤ له مخي ترکي چارواکي ښيي چي د يونان سره پر سرحد ولاړو موانعو ته زيان رسوي تر څو مهاجر په آسانۍ وکولای سي تر تېر سي.

 دا چي ايا ياد او ورته نور انځورونه او ويډيوګاني حقيقي دي که نه، په اړه يې تائيد ترلاسه سه کول سخت مشکل کار دی. خو د Billingcat په نوم د ژورناليزم يوې وېبپاڼي چي معلوماتو د کره والي د معلومولو تخصص لري، هغه تورونه ارزولي چي ګواکي يوناني چارواکو يو ډول وژونکی اوښکي بهېونکی ګاز د مهاجرو پر ضد استعمال کړی دی. دغې ژورنالستيکي پاڼي ويلي چي په دې تړاو ښايي لګول سوي تورونه رشتيا وي. دا د هغه وروسته چي پر انسټاګرام او فيسبوک اړونده ويډيوګانې خپرې کړل سوې.

 د France 24 Observers په نوم د رسنيو ډلې هم هڅه کړې چي د يادو تورونو کره والی معلوم کړي. خو د انټرنټ له لاري د درواغو او اختراع سوو خبرونو خپرېدنه مخ په وړاندي توګه يوه لا زياتېدونکې او قوي کېدونکې پديده ده. يادي رسنيزي ډله خبرداری ورکوي چي «اوس نژدې هر څوک کولای سي چي درواغ انځورونه او ويډيوګانې جوړي کړي او انټرنټ ته يې اپلوډ کړي